جن+سي اړیکې هر وخت خوندورې نه وي، دا چې ولې نه وي او هر وخت یو ډول خوند ورڅخه نه شئ اخیستی، په دې مطلب کې به یې ځوابونه پيدا کړئ.
د نورو فکتورونو اغېز:د انسان وجود لکه ماشین داسې دی. په ماشین کې که یوه پرزه خرابه شي، پر نورو برخو یې خرابوالی اغېز کوي.
جن+سي اړیکې هم د انسان د وجود له نورو سیستمونو سره نه شلیدونکې او ژورې ایکې لري.
که ووایم ځینې وخت دغه اړیکې بې خونده کیږي، تېروتي به یم.
جن+سي اړیکې ځینې وخت د خوند له کمښت سره مخ کیږي، خو یو مخ له خونده نه بې برخې کیږي.
همدې ته په کتو سره وایم، چې پر جن+سي اړیکو نور فکتورونه او فعالیت یې اغېزې لري.
دلته به د ځینو پوښتنو له مطرح کولو او ورته له ځواب ویلو سره دا فکتورونه او اغېزې یې مشخصې کړم.
له دې سره هیله شته، چې دا فکتورونه او اغېزې یې مدیریت او له جن+سي اړیکو مو سم خوند واخلئ.
مقابل لوري ته د خوند نه ورکولو وېره:
ځینې وخت د جن+سي اړیکې یو لوری ځکه له دې اړیکې سم خوند نه شي اخیستی، چې اضطراب ځپلی وي.
هغه (نارینه یا ښځینه) فکر کوي، چې دغه اړیکه به یې مقابل لوري ته سم خوند ورنه کړي.
په نارینه وو کې دا اظطراب ممکن له دې وجې وي، چې له جن+سي کمزورتیا سره ځان مخ ګڼي او په ښځینه کې ښایي دا وېره په دې خاطر وي، چې خپل ښایست او جن+سي مقاومت یا لېوالتیا ورته ځپل شوې ښکاري.
د اضطراب یو بل دلیل دا وي، چې تاسې (که نارینه یاست یا ښځینه) غواړئ، د جن+سي اړیکې تامینول په یوه نوې بڼه تجربه کړئ.د دې تجربې لپاره نه شئ کولی، چې مقابل لوري ته ښکاره ووایئ او دا نه ویل مو زړه کې غوټه او ذهن کې اضطراب جوړوي.
د دې ستونزې حل په دې کې دی، چې اضطراب په هر دلیل چې وي، شاته وغورځوئ.مېرمنې یا د ژوند ملګري ته ډاډه وغږیږئ، هم د نوې ډول جن+سي اړیکې د تامین ورته ووایئ او هم په دې اندیښنه مه کوئ، چې ستاسې مقابل لوري ته به دا اړیکه خوندوره تمامه نه شي.د مقابل لوري د نه خوند اخیستو د تشویش پرځای پردې فکر وکړئ، چې تاسې باید له دې اړیکې سم خوند واخلئ او دا ځکه چې ستاسې بل لوري ته هم ستاسې خوند اخیستل او فعاله جن+سي رول زیات وربښلی شي.
د انز×ال په اړه زیات فکر کوئ:
دا سمه ده، چې انزال د جن+سي اړیکې او خوند اخیستو اوج دی؛ مګر ضرور نه ده چې تاسې د نه انزالیدو له وېرې له خپلې جن+سي اړیکې سم خوند وانخلئ.
د جن+سي اړیکې نور خوندونه هم شته، چې که انزال( یانې تش) نه شوئ، بیا هم ورڅخه برخمنیدای شئ.
هڅه وکړئ، چې نه انزالیدو ته زیاته اندیښنه ونه کړئ.
نور څه وکړئ؟که احیاناً دا حل لارې مو له جن سي اړیکو څخه د خوند اخیستو سبب نه شي؛ غوره ده چې اړوندو متخصصو ډاکټرانو ته لاړ شئ.
ښځینه کولی شئ د ولادي نسایي ډاکټرانو او نارینه کولی شي د جن+سي اړیکو اړوند متخصص ته ورشي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.
نارینه وو ته دا سپارښتنه هم ضرور ده، چې که فکر کوي د جن+سي کمزورۍ او خوند کمیدو لامل یې رواني موضوعات وي، بیا دې رواني ډاکټر ته هم مراجعه وکړي.دوی ته په هم مهاله ډول د رواني آرامتیا او جن+سي پياوړتیا دواړو درمل ضرور او ګټور دي.