روغتیا

ولې ځينې ښځې پهاسانۍ د کوروالياوج ته نه رسېږي؟

20220805 115346
Avatar photo
Written by Zwak News

دويمه او وروستۍ برخه

په ځينو مېرمنو کې د هورمونونو د انډول نه برابروالی په ځانگري ډول د اوستروجن د هورمون ناڅاپي بدلونونه او کم والی هم ددې سبب کېږي چې داسې شرایط برابر کړي چې ښځينه د کوروالي څخه خوند وانخلي او په دې ډول انزال ته هم ونه رسېږي.

ددې ډول ستونزو د حل لپاره ډيرې زياتي طبي لارې چارې او درمل شته دي، خو ددې ترڅنگ پخپل ژوند کې ځينې بدلونونه راوستل هم ددې ستونزې په حل کې گټور ثابېتېدلای شي.

د ستونزې د حل لپاره ځينې گټورې لارې چارې

•-مېرمن مو مخکې له کوروالي په سم ډول راوپاروی، په یاد ولرئ يو ښځه بايد مخکې له کوروالي لس دقيقې د ځان سره جوخته شي، مينه ورسره وشي، ښكل شي، صفت يې وشي ترڅو د کوروالي لپاره آماده شي، ډېر كله حتى ځينې ښځې په دې سره هم انزال ته رسيدلې دي چې مېړونو يې يوازې ددوی تي يا سينې په پرلپسې ډول موښلې دي، له همدې کبله په دې باید سم پوه شی چې مخکې له مستقیم دخول څخه مینه او محبت د ښځينه و لپاره ډېر زيات مهم دی.

۰-هڅه وکړئ مېرمن مو بدون له دخول څخه په عشق او مینه انز-ال ته نېږدې کړی او وروسته چې نور يې آخري شېبې وې ورسره مستقیم دخول ترسره کړئ، په دې ډول اول به هغوی انز-ال ته رسېدلي وي بيا تاسې، که تاسې لومړی انز-ال شئ بيا نو نه نوره انرژي لری چې خپله مېرمن مو انزال ته ورسوی او نه مو هم ج-سي غړى دې ته تيارېږي، خو ښځينه وروسته د خپل انزال څخه هم کولی شي تاسې ته همغسې حس دركري.

•-که د مېرمنې شرمگاه په سم ډول نه لندېږي نو بايد د ځينو ښويو کرېمونو او ژېلونو څخه استفاده وکړئ، دا به تاسې سره مرسته وکړي چې دخول ښه په مرمۍ او خوند سره ترسره کړی او هم به مو د مېرمنې لپاره دخول د درد څخه لرې او ارام شي..

کتاب: #جنسي_لارشود
(اسحاق عزيزي)

Leave a Comment