ولې پښتني ښځې په کم عمر کې زړي ښکاري؟
په نړۍ کښې ۴۰ کلنې یا۶۰ کلنې ښځې دومره ښایسته، جذابه او دخلکو دتوجو وړګرځې چي ګوته به په غاښ ورته ونیسې. هره شپه دا ۵۰ کلنه دنانی ماما سِېک وروکاږي، ځکه مستې لري، جذابیت لري هغه دپیغلتوب شپیلکۍ په تُولکه پر ۵۰ کلنې داسي په لوړ ږغ او بیله ځنډه په کوي چې پرکوټه سنګۍ ولاړ ترافیک یي دپښو خاوري لانسې
پسې راټولولاي.
منګر پښتنې ښځې په ۲۲ کلنې کښې يي دمخ په پوست کې دواخان کرښه ترسیم شوي وي، لاسونه، پښې او بدن يي دومره زوړاو ګونځۍ لرونکې وي لکه دکندهار-کابل لویه لاره. دواده څخه یوکال وروسته يي دملادردونه، دزنګنو درودنه، عصابي تکلیف، دمعدي زخم او دخوټو دردونه داسې پر رااُوري لکه مجاهد ملت ته چي دکُفر مرستې رااُوري.
دښځو دبی وخته زړښت لپاره خورا ډیر لاملونه سته خو زه غواړم هغه عمده اومهم يي درته واضح کړم.
۱#- دماشومانو زیات زیږول
مجاهد ملت ته چي ووايي چي هرکال اولاد زیږول دماشوم دمور انجن ختموي، دي زمازوي به نصوار ور وغورځوي وايي موږ دنبی امت ډیروو.
دطب له نګانه حد اکثر باید دوه یا دوه نیم کاله دماشومانو دزیږون ترمنځ واټن وي ځکه چي هرځل ماشوم زیږول، ښځه دوه کاله نوره زړوي، ماشوم زیږول دومره سخت دردونه لري چي هیڅ یو درد يي ځاي نسې نیولاي.
دحمل په دوران کښې او دزیږون نه وروسته باید ښځو ته میوه جات، سبزیجات، او په زیات مقدار پروټین لرونکې غذاګاني ورته راوړي ځکه چي دښځې بدن ورته اشد ضرورت لري.
۲#- کورنې جنګونه اله مکوه، ایله که
پټان وروربه څلور اینچه بریتونه وي، غټ کوناټور ځوان به وي، په باټو اوپُسکیو به نیمايي کلې خندوي، دمیلمه پالنې نوم به يي ترګردیزه رسیدلې وي منګر پر داهرڅه سربیره به دده غټه حاریفه میرمن وي.
میرمنه وهل، په سپکو الفاظو یادول، دبدرنګوالۍ پیغورونه يی په کونه ورمنډل، یووخت په غابو ویشتلې بل وخت دپلار کره استولې هغه څه دي چي اریانا سعید غوندي ښځي وتلۍ اوننوتلۍ برخي به دومره سره ننوزي لکه دایو اونیم تراشلۍ چی دخرلباتو په صفو ننوتلې، داځکه چي تشویش، وهم، ډار داهغه وِیْنه دي چي دښځې ځوانۍ، پیغلتوب او شوخې خوري.
۳#- لمرته زیات ګرځیدل او ډیر مسوولیتونه
موږ دښځو څخه دخرو کاراخلو، شاید ډیري یارانو پر دغه بده ولګیږي خوبدبختانه دایو تریخ حقیقي انځور دي زما اوستا دپښتنې ټولني. داځکه چي موږ په ښځه ۵۰ داني دورځي ډوډۍ پخوو، دوه داني غوواوی په لؤشو، پسونه په سمبالوو او دری وخت اشپزي په کول هغه څه دي چي دروباټ په ماینه غڼ په دوو میاشتو کي بیايي، نوښځه خوپریږده خوارکې.
لمر ته زیات ګرځیدل دبدن پوست دMilanin په نامه یوډول ماده ترشح کوي چي دانسان دبدن تودوخه نارمل ساتي چي دامیلانین بیا دپوستکې دتوروالې سبب کیږي.
نومیرمن دزیات لمرګرځیدلو څخه وساتي ترڅو مو په ښایست ارمان وخیږي.
۴#- میک اپ نه کول
کله چي انجلې راواده شې نو هغه څلورو او پنځو میاشتو پوري ښه پوره میک اپ کوي بعده دهغه څخه دخواښې او دمږُور فرق نکیږي.
ځیني غلط فرهنګونه ښځو ته اجازه نه ورکوي چي بیله کومو مراسمو او خوشحالیو ورځو ماسیوا په عادي ورځو کې ښځه میک اپ وکړي ولي چي دخواښې او خُسر په توبیعت غڼ ځي.
نو هره ورځ میرمن دیته تشویقول چي باید حمام وکړي شونډي سري کړي، سینه بند اوکونه بند سره برابر کړي هغه څه دي چي دښځي په مخ کي به دی تازه ګۍ نغښتې وي.
۴#- بیسوادي
کله چي ښځه بیسواده وي، نو دځان د نظافت په اهمیت نه پوهیږي، دخاوند په خوشحالولو کي تجربه نلري(یو پیغام وراستول: چي اله شیرین اغا ته زما لپاره دهندوکش غريی یا په واټسف کي مچه ورکول)
دماشوم پالنه صحیح شکل نکول.
میک اپ د۱۹ پیړۍ دښځو په ډول کول هغه نو ترتشویق يي خاوند ناکُوجاتي او ښکنځل ډیر ورته وکي.