ولې مو د شپې لخوا خوب کې له خولې لاړې بهیږي؟
کله چې ویده یاست د شپې لخوا یا له له ورځې لخوا په خوب کې له خولې لاړې بهیدل د اندیښنې وړ مشکل او په عام ډول زموږ په ټولنه کې د شرم وړ خبره بلل کیږي ځینې به درته وایي چې ماشوم خو نه يې چې په خوب کې د خولې لاړې بهیږي د ځان غم وخوره ګرانه لوسوونکیه دا د شرم وړ خبره نه ده او په قصداً تاسو هم دا ډول کار نه غواړئ مګر اوس څیړونکي ددې ستونزې لپاره حل پیدا کړی دی.
په لندن کې د یوې څیړنې له مخې ویل شوي دي چې که څوک له دغه ډول ستونزې سره مخامخ کیږي نو هیڅ د اندیښنې وړ خبره نه ده بلکې دا ددوی لپاره د زیري، خوشالۍ او ښه صحت خبره ده.
د څیړونکو په خبره هر هغه څوک چې د شپې لخوا یا د ورځې لخوا یې خوب ښه او ارام وي، ددوی د خولې څخه د شپې یا ورځې د خوب پر وخت لاړې بهیږي، دا په دې معنا چې دوی د خوب لومړنی پړاو کوم ته چې REM (Rapid eye movement) ویل کیږي، په کامیاب ډول یا ښه ډول ترسره شوی، او له دې وروسته سړی په ارام او کلک خوب ویده دی، دا ددې نښه ده چې د خوبوليو په خوب کې هیڅ کوم خلل نه پېښیږي، او ددوی بدن او دماغ له خوب څخه پوره ګټه پورته کوي.
همدارنګه له بل اړخه څیړونکي زیاتوي چې که چاته دا ډول پيښه هیڅ په مخ نه ورځي او یا ورسره په خوب کې داسې کله نه وي شوي یعنې په خوب کې یې له خولې لاړې نه بهیږي، له دې څخه څرګندیږي چې ددوی په خوب کې څه نا څه ستونزه شته، دغه ډوله خلک یا خو پوره خوب نشي ترسره کولای او یا ددوی خوب ارام نه وي.