لاملونه یې څه دي او درملنه څنګه وکړو ؟
* د نارینه د تناسلي آلې کوږوالی کوم خپریدونکی مرض نه دی . د نارینه په تناسلي آله کې ② دوه ډوله کوږوالی شتون لري .
① یو ډول یې د مور زیږون په وخت کې ورسره وي ، خو شخص په ځوانۍ کې ورته متوجه کیږي . ددغه کسانو د تناسلي آلو اوږدوالی مناسب دی او یواځې د ولاړیدلو په حالت کې د هغه کوږوالی احساس کیږي .
② دوهمه ډله یې د تناسلي آلې کوږوالی په پوخوالي او سپین ږیري توب کې رامنځته کیږي . دا کوږوالي د کوروالې پر مهال د ضربه ورکولو له امله د وخت پر تیریدلو سره په آله کې رامنځته کیږي . په ځینو لیکنو کې د تناسلي آلې د کوږوالي یو لامل له تاوتریخوالي ډکه کورواله او د نا مناسبو پوزیشنونو کارول ښودل شوي دي .
👈 ځینې دغه ستونزې د ناسم سنت کولو په خاطر رامنځته کیږي ، کوم چې په ډیرۍ هیوادونو کې د غیري مسلکي کسانو لخوا ترسره کیږي . ځکه د سنت کولو پر مهال له یوې خوا زیات پوستکی پرې شي او همدا کړنه ددې آلې د کوږوالی لامل کیږي .
👈 د دا ډول کوږوالي تداوي بیا هم جراحي تداوي ده ، تر څو د بلې خوا پوستکی هم پرې کړی او کوږوالی له منځه ولاړ شي . ځینې کسان د ډیر کوږوالي له امله اورولوژیستانو ته مراجعه کوي ، ځکه چې د دوی د آلې کوږوالی دومره زیات وي ، چې د کوروالې پر مهال له مشکلاتو سره مخامخ کیږي .
👈 د نارینه د تناسلي آلې د کوږوالي لاملونه !
* تر اوسه ډاکټران ددې ناروغي د اصلي لامل په اړه دقیق نه پوهیږي . ډیرۍ ډاکټران بیا پردې نظر دی ، چې په آله کې د کوچنیو حجرو د زیانمن کیدلو له امله رامنځته کیږي ، کوم چې له تاوتریخوالي څخه په ډکه کورواله کې ترسره کیږي .
* خو ډیرئ کسان چې پر دې ناروغۍ اخته دي ، دقیق نه پوهیږي ، چې له کله يې په آله کې کوږوالی رامنځته شوی دی . دغه ناروغي په هغو کسانو کې زیاته لیدل کیږي ، چې شکره ، د ویني لوړ فشار ، یا هم د دوپویټرن سینډروم لري او یا هم سیګریټ زیات څکوي او یا هم الکول څښي . تر ډیره د پاخه عمر کسان زیاتره د آلې پر کوږوالي اخته کیږي . داسې یوه څیړنه هم شوې ، چې دا ناروغي ژینیټیکه سرچینه هم لرلای شي .
👈 د آلې پر کوږوالي پوهیدل !
* ډاکټران په معمولي ډول سره دغه ناروغي له علایمو څخه په دقیقه کتنه سره او په تیره زمانه کې هر ډول زیانمن کیدلو څخه مشخص کوي .
👈 دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړئ .