ولې بايد ژر واده وکړئ؟ د سملاسي واده لپاره ۵ جدي اړتياوې
۱- واده کول به ستاسې ټول منفي او شهوتي خيالونه را کابو کړي او انرژي به خوندي شي، ذهني تمرکز به مو لوړ شي او خپل کار به په ډېر ښه تمرکز او دقت سره مخ ته يوړلی شئ.
۲- د مسؤلیت مننې او واقعي ژوند پيل به مو ګړندئ شي، د واقعيت په نړۍ کې به چټک قدم کیږدی او ډېر ژر د خپل ژوند د بنسټيزو اړتياوو د پوره کولو اړتيا حس کړی او پدې هکله به عمل پيل کړئ.
۳- د زړه او ذهني روغتيا به مو تر ډېره خوندي شي، هغه نارينه چې واده يې کړی وي د زړه او رګونو روغتيا یې تر نورو ډېره ښه وي، ددا ډول کسانو ذهن ډېر فعال او غښتلې وي.
۴- د يو نظم او شخصيت خاوندان به شئ، ژر به د خپل ژوند نظم پيدا کړی، د هر مصرف لیست به لری هرڅه ته به يو پلان لری او يو منظم ژوند به پيل کړئ.
۵- همدا اوس مو ځواني ده، په دې وخت کې واده کول د ناوخته واده کولو سره ځمکه او آسمان توپير لري، همدا اوس ستاسې ځواني ده او د ګډ ژوند څخه ترټولو ښه او ژور خوند اوس اخيستلای شئ.
داکتره ادیبه جنسی معلومات ډاکټره ادیبه شریفی