لیکنې

وای یوه سړي یوه پېغله په نکاح کړه، همداغه سړی ډېر مالداره هم وو

20220820 075920
Avatar photo
Written by Zwak News

وای
یوه سړي یوه پېغله په نکاح کړه، همداغه سړی ډېر مالداره هم وو؛ خو سره له مالدارۍ زیات بخیل هم وو، خوراک یې فقط دال ول او بس.
ښځي یې ډېر کالونو نه په دالو ګوزاره ورسره کوله؛ خو له دالو نه بیخي تر پوزې راغله، خاوند ته یې وویل چې:

دال مې نور اشتهاء ته نه کیږي، ته لیږ غوښه یا بل څه راوړه، کنجوس خاوند یې د دالو صفتونه ورته شروع کړل چې دال
بیخي زیات ګټور شئ دی، بلا ډېر ویټامینونه لري….خو ښځه یې زیاته له دالو په تکلیف شوه، لاړه د پلار په کور کېناسته.

زیات وخت یې د پلار په کور تېر کړ، اخیر وروڼو یې پوښتنه ترې وکړه، چې خورې څه مشکل لرې چې کور ته نه ځې؟
د کنجوس ښځې له شرمه څه نه ویل.
خور یې له زیات ټينګار نه ورسته ورته وویل: د دالو له لاسه نشم ورتلی، ټول وخت مې په دال خوړولو کې تېر کړ.
وروڼو یې ورته وویل چې دا خو عادي خبره ده. وروڼو یې ورته یوه د خوب ګولۍ ورکړه ورته یې وویل: چې دا ګولۍ ورکړه نور یې مونږ ته پرېږده.

خاوند ته یې د خوب ګولۍ ورکړه، کله یې چې خاوند د خوب ګولۍ سم ویده کړ، نو وروڼه یې راغلل سړی یې په یوه توره تیاره کوټه (اطاق) کې واچوو، کفن یې هم په خپور کړ، دوي ورته انتظار شول، چې له خوبه را جګ شي.

کله چې سړی له خوبه را بیدار شو، ګوري چې کفن پرې پروت دی او تیاره ځای کې دی، نو یې فکر وکړ چې په قبر کې ده……د ښځې یې دوه وروڼه ورته راغلل

یوه پوښتنه ترې وکړه، چې رب دي څوک دی؟ د سړي یقین شو، چې همدا قبر کې پروت یم مړ شوی یم….
سړي وویل رب مې الله ج دی…
بیا یې ورته وویل چې دین؟
هغه وویل: دین مې اسلام دی….
بیا ورته وویل شول چې نبي؟
سړي وویل نبي مې محمدصل الله علیه وسلم دی.

بیا یې ورته وویل چې خوراک دي څه شئ ول.
هغه ورته وویل: قسم کوم خوراک مې یوازې او یوازې دال ول.

دوي ورته وویل: تا یوازې دال خوړل، الله ج درته وېلي ول. کُلوا مِن طیباتِ مَا رَزقناکُم…..
خورئ هغه پاک شیان چې مونږ درکړي…. او تا یوازې دال خوړل؟

نو ورته یې وویل چې د دالو عذاب دا دی، چې تر قیامته به په قمچینو وهل کیږې، یوه قمچینه یې ملا ته ور واچوله، سړی له ډاره بې هوشه شو.

دوي ژر کفن ترې لرې کړ خپل اطاق ته یې راوړ پخپل ځای یې څملاو.

کله چې بیداره شو ګوري چې ژوندی دی…
له ښځې یې پوښتنه وکړه. چې زه مړ شوی نه وم؟ ښځې یې ورته وویل: نه رک روغ یې هیڅ بلا نه یې وهلی ته صبر چې زه د دالو ناشته درته جوړه کړم

خاوندې نعره کړه چې نانانانانا
پام کوه چې د دالو عذاب تر قیامته ده. زه ځم بازار ته غوښه او مېوه راوړم ځکه الله ج وایي چې هر پاک شی خورئ …….

Leave a Comment