همدا اوس شفق سره وغږیدم …👇
ظا لمانو! انځور کې شفیق الله شفق د خپلې لوبډلې یوه لوبغاړي ته چې شکیل آفریدي نومیږي، لوبه کې د لږ څه ښه پرفارمنیس له وجې، انعام ورکوي.
او که ځینو ته یې بیخي په ساده ژبه ووایم نو دا زرګون له دې عکس نه مخکې د شفق وو 😂 او شکیل نومي کس ته یې انعام کې ورکوي (نو په دې اساس دا زرګون له عکس نه وروسته د شکیل شو 😂)
په بله هم ځان پوه کړئ!
شفق غریب ندی؛ ښه خان دی! پلار یې پاچاصېب خپله سیمه کې ډیر مشهور او معزز سړی دی او کورنۍ یې هم ښه شتمنه ده. داسې ډیر زرګونان او سلګونان شاید صدقو کې هم ورکوي.
هو! شفق د هجرت له وخته په پښتونخوا کې د ټینس بال نوموتی لوبغاړی دی او کله کله اوس هم د شوق پوره کولو او طبیعت جوړولو لپاره د ځايي خلکو او ټورنمنټونو جوړوونکو لخوا افتخاري وربلل کیږي او کله کله لوبې هم کوي. (دا د یوه کرکټر شوق وي)
دا هم باید یادونه وشي چې شفق ریګولر هلته په یوې مجهزې اکاډمۍ کې په تمرین هم بوخت دی او تر څنګ یې په خپل فیټنیس او جیم هم پوره کار روان کړی دی.
په هر صورت الله دې هر ژر بیرته خپل ګل وطن ته راولي او د کرکټ د یوه مینه وال په توګه مو په کرکټ بورډ هم دا غږ دی چې شفق وبخښل شي، قرارداد ورکول شي او خپلو لوبو ته ادامه ورکړي. 🙏
شفق ته مو لوبډله جدي اړتیا لري.