⭕ واده کړو کسانو ته د یوې ښځې ⑦ ډيرې جالبې او ګټورې مشورې :
① يو وخت مې خاوند ته يو کار وسپاره او ورته ومې ويل چې هيله کوم دا کار لږ تېز تر سره کړه . نو خاوند مې هم بیدون له دې چې کومه خبره /بهانه وکړې هغه کار یې په خوښۍ سره ترسره کړ . کله چې يو چا ته ( هیله کوم ) کليمه کاروئ هغه فکر کوي چې هيله کوي او امر نه دی . کله چې ستاسې مېرمن / خاوند يو کار کوي او تاسې ترې مننه کوئ هغه لا نوره روحيه هم اخلي او ستړيا يې کميږي ، دېته ورته نورې کليمې لکه خير يوسې ، هيله کوم ، مننه… مقابل لوري ته د ښه شخصيت احساس ورکوي او په ګډ ژوند کې مو ستونزې کميږي او د خوشالي دروازې خلاصېږي .
② په ګډ ژوند کې هم مينه شته هم کرکه ، هم پکې خوشالي شته او هم خپګان ، هم پکې ستونزې شته او هم پکې آرامي ، خو مهمه داده چې يو بل ته بخښنه وکړئ ، يو بل ته حوصله وکړئ ، زعم ولرئ ، اکثره وخت ممکن په غوصه او غضب کې تونده ، تېزه او بې خونده خبره وکړئ چې ورسته پېښمانه هم شئ . په ژوند کې ممکن له ډېرو بدو پېښو او آن کرکو سره مخ شئ خو مهمه داده چې له يو بل سره بېرته ځان پيوند کړئ ، يو بل ته نږدې شئ . متاسفانه تاسې نه پوهېږئ چې په دې خاورينه نړۍ کې به څومره وخت ژوندي ياست ، نو له هغه چا سره چې تاسې به ټول عمر ورسره تېروئ مينه وکړئ او له ژوند خوند واخلئ .
③ ټولو ښځو او نارینه وو ته زما یوه مهمه مشوره دا ده چې همېشه جذاب و اوسېږئ او ورزش وکړئ ، سليقې او لباس ته پام وکړئ ، له ځانه خبر اوسېږئ ، احساسات کنټرول کړئ . هڅه وکړئ چې تل خپل جذابيت محفوظ وساتئ ، ستاسې جذابيت ستاسې په نفس باور ډېروي او ښه احساس درکوي ، چې په ګډ ژوند مو فوق العاده مثبت اغېز لري .
④ تر واده وروسته که جوړې ( ښځه او خاوند ) په ګډ ژوند کې تنوع او خلاقانه کارونه او نوښتونه ونه کړي ژوند به يې وار په وار سوړ شي او مينه به کمه شي . د ګډ ژوند خوشالي او آرامي په مينه کې ده ، هېڅ وخت هم اجازه مه ورکوئ چې مينه مو کمه شي ، انسان مينې ته هر وخت اړتيا لري . خپل خاوند / خپلې مېرمنې ته مو په بېلابېلو طریقو د مینې او ګرانښت اظهار وکړئ ، د بېلګې په توګه یو څه ورته ډالۍ کړئ . کله چې د خپل ژوند شریک ته وخت ورکوئ او په بېلابېلو طریقو ورته د مینې اظهار کوئ نو د هغه / هغې په زړه کې ستاسو لپاره مینه نوره هم زیاتیږي .
⑤ زه له دې سره علاقه لرم چې زيات وخت مې له خپل خاوند سره تېر شي . خو اکثره وخت چې خاوند مې کوم پلان لري نو زه يې درک کوم چې بايد آزادي ورکړم ، ځکه نارينه هم اړتيا لري چې له خپلو ملګرو سره وخت تېر کړي او کله نا کله تنها پرېښودل شي .
⑥ ښځه او خاوند کله نا کله چې يو بل څخه يې زړه بد شي فکر کوي چې ولې يې له دغه کس سره واده کاوه ، خو تاسې دغه کار مه کوئ ، هغه دلايل چې په اساس مو يې له يو بل سره واده وکړ په ياد راوړئ او ژوند ته مو د خوښۍ او ډاډ احساس وبښئ . کله چې په دې اړه فکر کوم چې خاوند مې يو فوق العاده انسان دی او هغه دلايل چې په اساس يې ما ورسره واده وکړ په چورت کې راولم د خوښئ احساس کوم ، دغه کار معمولاً په سختو ورځو کې زيات کوم .
⑦ کله مې چې د کوژدې ګوتمه په ګوته کړه نو پرېکړه مې وکړه چې هغه به زما مينه ، زما ملګری ، زما بهترين مشاور … وي . د ژوند په چارو کې به ريښتنی چلند ورسره کوم او يوازې به يې نه پرېږدم .
☜ واده زياتو معلومات او پوهې ته اړتيا لري ، ډېر رازونه لري او ډېر نزاکتونه لري چې بايد درک او عملي شي . چې څومره وخت وزي هغومره يې په رمز و راز پوهېږئ . واده يو سفر دی هڅه وکړئ چې تر پايه يې له يو بل سره په مينه تر سره کړئ
روغتيا او ژوند له پيج څخه