د واده په اړه خوبونه
خوب لیدونکی لومړی باید خپل مزاج ته وګوري چې آیا هغه په اعتدال کې دی اود اخلاطو غلبه نه لري بیا وګوری دا خوب د هغه په ژوند کې سابقه لري که نوی دی او آیا نفسیات او خیالات په کې شامل دی که نه.
د عالم خوب د جاهل تر خوب ښه دی ، د مومن خوب د فاسق تر خوب ښه دی ،د سړی خوب د ښځو له خوبه ښه دی،د شتمن خوب دفقیر تر خوب ښه دی،دسهار لمانځه ته نژدی خوب تر بل وخت د خوبو ښه دی ، والله اعلم
واده کړل یو د هغو حالاتو څخه دي، چې هر هلک او نجلۍ ورته په زړه کې پلانونه جوړوي او خوند ورڅخه اخلي. خو په خوب کې واده کول، د خوب له مضمونونو څخه دي، چې کیدای شي هر چا په خوب کې تجربه کړی وي. په همدې ترتیب سره په خوب کې د واده کولو تعبیر هم ځانګړي ارزښت لري، چې په خوب کې د واده د پیښیدلو پر مطابق مانا کړل شي. د بیلګې په ډول د نورو واده په خوب لیدل له هغه خوب سره توپیر لري، چې خپله مو پکې واده کړی وي.
یا دا چې د مجردې نجلۍ یا هلک د واده خوب کومه مانا لري او په دې اړه د خوب د تعبیر کوونکو نظرونه څه دي؟ موږ په دې اړه تاسې ته پر زړه پورې مالومات تیار کړي دي، چې د افغان پرمختګ ویب پاڼې له لارې خپریږي، هیله لرو، چې د خوښې او قناعت وړ مو وګرځي.
په خوب کې د واده کولو ټول تعبیر
ابراهیم کرماني وایي: که مو خوب ولیده، چې د واده میله ده او ساز او سرود پکې دی، نو مانا یې غم دی.
که یوې واده شوې ښځې په خوب کې ولیده، چې بل خاوند لري او د واده مراسم یې نه وي لیدلي نو دا د مال، شرافت او عزت د زیاتوالي په مانا دی. ابن سیرین وایي: که واده ولرې او په خوب کې ووینې، چې له بلې ښځې سره دې واده کړی دی، نو عزت، شرافت او مال به دې زیات شي او که مجرد وې نو له یوې شتمنې ښځې سره به دې واده وشي.
که دې خوب ولیده، چې واده دې کړی، خو نه دې هغه ښځه ولیده، نه یې د نوم په اړه پوهیږې او نه یې پیژنې نو په دې صورت کې به ډیر ژر له دنیا رخصت شې. کرماني هم وایي: له نړۍ به ولاړ شې. خو ځینې نور تعبیرکوونکي وایي: ته به یو څوک ووژنې.