تعلیم

هیڅ وخت د خپلې مېرمنې په مخکی د بلې ښځې صفت او ستاينه مه کوئ.

20220729 131747
Avatar photo
Written by Zwak News

هیڅ وخت! ۱ ـ هیڅ وخت د خپلې مېرمنې په مخکی د بلې ښځې صفت او ستاينه مه کوئ. که تاسې د ټوکې او شوخي لپاره هم وواياست چې پلانۍ ښځه ښايسته ده، او هوښياره مېرمن ده… خپله مېرمن مو خپه کيږي او د

کمتري احساس ورته پيدا کيږي چې د دغسې احساس پايلی رواني مشکلات او کورنی خپګان و جنجال وي. دغسې ټوکې آن ددې لامل هم کېدای شي چې مېرمن مو خيانت ته وهڅيږي.او له بل چا سره اړیکه ونیسی که غواړئ له خپلې مېرمنې سره تل خوشحاله ژوند وکړئ د دوی تر مخ د بلې ښځې په اړه نظر مه ورکوئ يا لږ تر لږه صفت يې مه کوئ. اړينه ده چې د دښځو احساسات درک

کړئ.او پوه شی کی هغوی پری خپه کیږی ۲ ـ هغه کسان چې د ښې راتلونکې هيله او ارمان او له خپلې مېرمنې سره مينه لري بايد په ياد دغو ټکو ته پام وکړی چې د طلاق او ورته نورې هغه کليمې چې مانا يې جدايي وي په ټوکه کې ونه کړي. ۳ ـ پام مو وی چې که مېرمن ته په ټوکه او شوخی کی هم وواياست

چې نالایقه يا تنبله ده هغه يې جدي نيسي او کلکه پرې خپه کيږي. ممکن تاسې ته د دوی خپګان هم اهميت ونه لري خو مه هېروئ چې دغسې ټوکې نه يوازې د دوی د خپګان بلکې رواني ستونزو لامل هم کېدای شي. ۴ ـ دخپلی مېرمنی د کورنۍ غړي په کمه یاسپکه مه يادوئ: اکثره کسان له خپلې مېرمن سره دا

ټوکې هم کوي چې پلار دې داسې دی او ورور دې هغسې دی … چې دا ټوکې په مېرمن ښې نه لګي او خپه کیږی او زړه یی ماتيږي. دوی ممکن په خوله څه ونه وايي خو زړه يې بد وي، چې بيا يا اولادونه وهي يا په کور کې په تنګ وي او هېڅ کار ته يې له وسه نه کيږي. ۵ ـ ځينې خلک بيا د بل له ځورولو خوند اخلي، دوی په خپله مېرمن ټوکې کوي او آن هغه مسخره کوي چې په دې ډول هم د خپلې مېرمن زړه ماتیږی اوخپه کیږی هم هغوی د کمتري احساس کوی ۶ ـ بل

واده کوم: اکثره کسان خپله مېرمن په دې خبرو هم ځوروي چې يوه بله مېرمن مې کړې وای، بله مېرمن کوم، يو بلې مېرمنې ته مې اړتيا ده، دا ځل باسواده او ښایسته ښځې سره واده کوم… دغه خبرې که د ټوکې په خاطر هم وي دمېرمن زړه یی ماتیږی اود زغم وس یی نه لري، پرې خپه کيږي او تاسې سره یې مينه وار په وار کميږي

Leave a Comment