د هوږي روغتیائي ګټې.
د هوږي خوړل د ډېرو ناروغیو علاج کولی سې. او د خطرناکو ناغروغیو مخ نیوي کولی سي.
:
که غواړي چې وزن مو کم، صحت مو روغ، د ویني پیشار( بلډ پرئیشر) مو نارمل، د سترګو دید مو روښانه، او معده مو پیاوړي اوسي… او هر ډول کمزوري مو له وجود څخه ورکه سې نو د هوږي خوړل پیل کړي.
:
اوله طریقه: څلور داني هوږه سپینه کړي،میده میده یې کړي، او بیا یې یو ګلاس ګرمو اوبو ته واچوي، او دوې کاچوغي عسل روسره مئکس کړي په کاچوغه یې سره ولړي… او په تش نس ( ګیډه) وڅیښي… دا طریقه هر سهار څو ورځ (15) ورځي یې په پر له پسي ډول استعمال کړي په دې سره به ستاسې معده پیاوړي سې او د ویني چربي به خپل نارمل حالت ته راټیټه سې… د سترګو دید به مو ډېر روښانه سې ( یعانې د سترګو د دید کمزري به مو ختمه سي)،دماغ به مو تازه(فریش) وي، او په جسم کې د هر ډول میکروبونو مخه نیسي. یعاني خطرناکې باکتریاوي له منځه وړي،د زکام ناروغي هم له منځ وړي، د هډوکو دردونه ورکېږي ، د جسم عضلاتو ته قوت وربخښي، او تل مو ځوان او طاقتور ساتي…. او لس دقیقي ورسته بیا دوه ګلاسه خالي اوبه هم پسي وڅیښي … ورسته که بیا ناشته کوي او که نه خپله خوښه مو ده.
:
دوهمه طریقه: لس داني هوږه میده میده کړي… بیا یې په یو ګلاس ګرمو شیدو کې واچوي،او د یوې کاچوغي څلورمه برخه میده کړې تور مرچ، او دوې کاچوغي د لیمو اوبه ورسره مئکس کړي په کاچوغه یې ولړي، په ورځ کې یې یو ځلي استعمال کړي ( که سهار وي او که ماښام فرق نه لري) په دې سره به ډېري ګټي درته ورسیږي… هغه کسان چې د ژړ ژړي ناروغي لري د هغوي ناروغي به ورکه سي، هغه کسان چې مردانه کمزوري لري د هغوي کمزوري به رپه سې، د نارینه او ښځینو د پاره ګټوره درمل دي، که نارینه جسمي کمزوري ولري او که ښځینه د دواړو د پاره ګټه ورسنونکي دوا ده، او هغه کسان چې خوب نه لري د هغوي د پاره هم ګټه رسونکي دوا ده. انجونې د میاشتنی ناروغي په وخت ډېر تکلیف احساسوي د انجونو د پاره ګټوره دوا ده، انجونې کولی سې چې په میاشت کې یې څلور ځلي هر وخت استعمال کړي،او هغه کسان چې خپله غوسه نسي کنترولولی د هغوې د پاره غوره درمل دي.
:
دریمه طریقه: پینځه دانې هوږه میده میده کړې نیم ګلاس مستو (دہی) (yogurt) ته یې واچوي،دوې کاچوغي د لیمو اوبه هم ورواچوي او سره (مئکس) ویلړي، په تش نس یې هر سهار او ماښام وڅیښي. تر 20 ورځو پوري.
په دې سره ډېري ګټی درته رسیږي. هغه کسان چې د خولي بد بوئي لري د هغوي بدبویوالي به ورک سي،هغه کسان چې د پښو تلي یې سوځي د پښو د تلو سوځل به یې ورک سې، د جسم چربي به بې نارمل حالت کښته سې، (LDL او HDL) به یې نارمل حالت ته کښته سې، هغه کسان چې معده یې جوش کوي د هغوي د پاره هم ګټور درمل دي، او هغه کسان چې د ویني پیشار یې هر وخت لوړ وي په دې سره به د ویني د پیشار لوړوالي خپل نارمل حالت ته ټیټ سې، او د هډوکو کمزورتیا چې په وجود
کې وي هغوي ته قوت هم ورکوي.
:
څلورمه طریقه: هوږه د وریښتانو علاج هم کولی سې.
د انسان د سر وریښتان چې رژیږي یا تویږي ځیني علتونه لري. د کمزوري څخه هم رژیرږي، د ډېر فکرکولو یا تشویش کولو څخه هم رژیږي….
لس دانې هوږه میده میده کړې یعانې ویکوټي، یوه دانه پیازه اوبه کړي، او یوه دانه د کورنې چرګۍ هګۍ ورسره ګډه کړي او ښه سره ولړي(مئکس) یې کړي… او بیا یې په خپلو وریښتانو پوري ووهي، ټول سر مو ارام ارام په مالیش کړي، د یوه ساعت د پاره همداسې پریږدې، ورسته یې په ګرمو اوبو پریمنځي، په لسو ورځو کې به د وریښتانو رژیدل بند سې، د سر وریښتان به نمرم او توروالي پیدا کړي، او که یې دوامداره استعمال کړي تر یوې میاشتي پوري نور نوي وریښتان به راپورته سي. په بیلابیلو درملو خپلي پیسي ورکوي خو دا درمل خپله ځان ته جوړ کړي او استعمال یې کړي.
(((( یادونه: د پیازو اوبه هم د وریښتان د تویدو مخه نیولي سې او نوري تازه وریښتان راپورته کولی سې،،،،. یوه دانه پیاز اوبه کړي او د سر وریښتان په مالیش کړي دوې میاشتي یې پر له پسي سهار او ماښام تکرار کړي ګټه به یې خپله درته معلومه سې.)))) وخت غواړي په یوه ورځ او لس ورځو هېڅ ګټه نه درته معلومیږي ګټه یې میاشت ورسته درته معلومیږي، چې یوه میاشت یې پر له پسي استعمال کړي.
:
تاسې کولی سې چې هوږه سپینه کړي او په غاښو یې وژویاست بیا یې تیره کړي یا ویخوري دا چې هوږه ډېره توندوالي لري خوړل یې ډېرې ګټي لري خو ځیني کسانو ته یې خوړل لږ تکلیف لري خالي هوږه نسي خوړلای هغوي کولی سې چې هوږه د شیدو،مستو،او یا خالي اوبو سره وخوري. یانې یوه هوږه دې خوري په خپلو غاښو دې یې وژوئي او اوبه دې پسي څښي یا دې مستي او یا شیدې پسي څښي…. هوږه خوړل د جسم د هر ډول ناروغي مخه نیولي سې، او د سرطان د خطرناکې ناروغي مخه ډوبلوی سې، په خپلو غاښونو اوښه ژوول بیا یې تیرول په دې سره غاښونه قوت پیدا کوي او د غاښو جراسم کمروبونه ټول منځه ځي، د
غاښو درد هم ورکېږي.
که د چا په وجود چې سرې سري هر ډول داني وي هغوي کولی سې چې هوږه میده میده یعانې ښه یې وکوټی او بیا دې یې په خپلو دانو وموږي. داني به یې ډېري ژر ورکې سي او ټپ به یې
هم له منځ ولاړ سې.
کوښښ وکړي چې هوږه په هغو ټولو خوراکي شانو کې استعمال کړي کوم شان چې د خوړلو د پاره پخوي…
په احترام
مينه “وفا”