لکه څنګه چې سرچینې راپور ورکړی، د سفارت د بیا پرانستلو په پلان کې د لوړ پوړو ډیپلوماټانو لیږل شامل ندي؛ پرځای یې، سفارت به په ابتدايي توګه د کارمندانو سره د اړیکو موخو لپاره کار وکړي،
کوم چې د قونسلګرۍ خدمتونه شامل دي. هندوستان ټایمز، چې د هند یوه تر ټولو پراخه خپریدونکې ورځپاڼې ده، د جون په اتمه راپور ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله دا پریکړه له طا ل /با نو سره د ښکیلتیا یا په رسمیت پیژندلو معنا نه لري.
د هند له راپورونو سره سم، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د پلاوي د لیدنې پر مهال په کابل کې د هند د کونسلګرۍ د فعالیتونو پر بیا پیلولو خبرې وشوې.
کریسچن فېر درې ورځې وړاندې ویلي و چې طالبانو له داعش، لشکر طیبه او جیش محمد سره خپلې اوږدې اړیکې نه دي پرې کړي، چې د هند امنیت یې له خطر سره مخ کړی او طا ل /بان په افغانستان کې د هنديانو د ساتنې توان نه لري.
خو هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې د هند د امنیتي چارواکو یوه ډله د فبرورۍ په میاشت کې کابل ته راغلې وه چې امنیت له نږدې وڅاري.