هند پخوانی ولسمشر عبدالکلام وايي:
چې کله زه ماشوم وم، يوه شپه مې مور د پلار مخې ته ډوډۍ کېښوده، مور مي له پلار بخښنه وغوښته چې نن ډوډۍ
لږه سوزیدلې ده.
خو زما به مې د پلار دا خبره هیڅکله هیره نه شي چې زما مور ته یی وويل:
خوږې زما سوې ډوډۍ ډيره خوښېږي.
په سوچ کې شوم چې ايا د پلار مې رښتيا سوې ډوډۍ خوښېږي…؟
کله چې بسترې ته تلم نو پلار نه مې پوښتنه وکړه چې ستا رښتيا سوې ډوډۍ خوښېږي…؟
پلار مې په غېږ کې ونيولم او راته يې
وویل :
زويه !
نن دې ټوله ورځ مور سخت کار کړی دی او د شپې يې مونږ ته ډوډۍ هم تياره کړه، نو سوې ډوډۍ انسان دومره نه ځوروي لکه ترخه خبره .
همدارنګه یې وویل چې انسان هېڅکله هم مکمل نه دی يو د بل تیروتنې بايد ومنو او خوشاله ژوند وکړو.👏