نړیوال خبرونه

هند يو ځل بيا نوي افغان حکومت په اړه په يو مهم کنفرانس کي کډون کوي

20220724 202109
Avatar photo
Written by Zwak News

هند ازبکستان کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون کوي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر به په هغه کنفرانس کې ګډون وکړي چې د افغانستان د وضعیت په اړه په تاشکند کې جوړېږي. د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې کنفرانس کې د

افغانستان تر څنګ د سیمې پر اقتصادي وضعیت، سوداګرۍ، امنیت او سیاسي وضعیت خبرې کېږي. هندي لوری به همدا راز له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام ژمنه وکړي او له نړیوالو به وغواړي چې دلته له اړمنو سره خپلې مرستې ډېرې کړي. هند تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه په څو جوړو شوو کنفرانسونو کې ګډون کړی دی او له افغانانو سره یې د همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړی دی.

Leave a Comment