اقتصاد

هند افغانانو سره يو بله مهمه مرسته وکړه

BackgroundEraser 20220821 115616023
Avatar photo
Written by Zwak News

هندوستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بشري مرستو په لړ کې یې د طبي توکو یوه کڅوړه افغانستان ته لېږلې او په کابل یې د اندراګاندي ماشومانو روغتون ته یې سپارلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه هېواد د بشري مرستو په لړ کې تېره ورځ د طبي توکو لسمه کڅوړه افغانستان ته لیږلې ده.

سرچینې لیکلي چې هند تر اوسه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بېړنیو غوښتنو په پام کې نیولو سره په لسو پړاوونو کې ۳۲ ټنه د طبي توکو مرسته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو طبي مرستو کې، د طب اړین توکي، د نري‌رنځ ضد درمل، د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ۵۰۰زره دوزه واکسین او نور طبي توکي شامل وو.

Leave a Comment