د هندي ډيپلوماټانو يوه ډله کابل کې د دغه هېواد سفارت ته را استول شوې ده. هندي رسنيو دا خبر په بنګلور کې د هغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير اېس جې شنکر له قوله کړې ده. وزير ويلي،
په لومړي ګام کې به يې يوازي ډيپلوماټان کابل ته ځي چې د بشري او طبي مرستو، واکسينو او پرمختيايي پروژو په برخو کې له افغانانو سره همکاري وکړي. هغه ويلي چې اوسمهال به سفارت ته سفير نه را استوي. د هند
د بهرنيو چارو وزارت په تېره جون مياشت کې يو تخنيکي پلاوی کابل ته را استولی و چې بشري مرستې همغږې کړي او دغه راز د هند ډيپلوماټيک حضور ته لاره هواره کړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د هند د دې ګام هرکلی کړی و او د هغه هېواد تخنيکي ډلې ته يې د ډيپلوماټانو خطاب کړی و.
هند په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي. دغه هېواد تېر کال همدا ورځې کابل کې خپل ډيپلوماټيک حضور پای ته ورساوه خو وروستيو اقداماتو ته په کتو يې اټکل کيږي چې غواړي يو ځل بيا افغانستان کې فعال ډيپلوماټيک حضور پيل کړي.