تاسو به ډېر داسې کسان لیدلي وي چې له واده وروسته یې ماشومان نه پاتې کېږي یاسمدستي مري او یا له څو محدودو کلونو وروسته.روغتیا پالان وایي، ځیني داسې د وینې ګروپون
لرونکي دي، که خپلو کې سره واده وکړي نو ماشوم ته یې ګواښونه پیښیدلای شي.د دوی په وینا ټوله خبره د وینې په ار ایچ کې ده یعنې که چېرته کوم نارینه +RH وینه ولري او د ښځې بیا د وینې ګروپ –RH وي نو د دوی دواړو واده کولو سره د دوی راتلونکي ماشوم ته ګواښ جوړیدلای شي.
کله چې دغه دوه ګروپونو لرونکي( نارینه مثبت او ښځینه منفي ار ایچ ) ولا کسان سره واده وکړي نو امیندواری پر مهال که چیرته د ماشوم د وینې ګروپ مورته ورته شي یعنې د وینې ګروپ یې ار ایچ منفي شي نو د ماشوم ژوند ته د خطر ګواښ له منځه
ځي.خو که چیرته د ماشوم د وینې ګروپ یې د مور د وینې ګروپ خلاف شي یعنې مثبت وي نو بیا د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کېږي، ځکه چې د مور د بدن دفاعي سیستم د هغه پر وړاندې انټي باډي جوړوي او د ماشوم د وینې حجرې له منځه وړي چې دې کار سره ماشوم کې د وینې کمښت، عصابي ستونزې، د زړه ستونزې او ان د مرګ
کواښ هم پیدا کېږي.
نو باید د امیندوارۍ پر مهال ماشوم د ډاکټرانو تر جدي تعقیب لاندې ونیول شي او د امیندوارۍ په اته ويشتمه 28 هفته کې باید چې د کومبز coombs test پ