سپورټ

هغوی چې فوټبال خوښوي، مینه وال یې دي، حتمي به ګابریل ژسوس پېژني. دا سړی د ژوند عجیبه کیسه لري

394d739b 0c81 4539 bfa6 861dca5dd60f 16x9 1200x676
Avatar photo
Written by Zwak News

هغوی چې فوټبال خوښوي، مینه وال یې دي، حتمي به ګابریل ژسوس پېژني. دا سړی د ژوند عجیبه کیسه لري. دده بشپړ نوم ګابریل فرناندو ژسوس دی. اصلاً د برازیل دی او هلته په ۱۹۹۷ میلادي کال زېږېدلی دی. هلک


چې شپږ کلن شو، له فوټبال سره یې علاقه پیدا شوه. پلار یې د نورو په پرتله بې وزله او د درېیمې درجې ژوند لرونکی انسان و. ګابریل د خپلې سیمې ټیم کې فوټبال پیل کړ، د وخت په تېرېدو په پوره محنت سره د برازیل د فوټبال ملي لوبډلې ته ورسېد،


په خورا کم عمر کې یې د برازیل لپاره ۲۰۱۵ میلادي کې د فوټبال د نړۍ وال جام اتلولي هم وګټله. ژسوس دومره مشهور او پیاوړی لوبغاړی شو چې د برازیل سربیره یې د اروپا یو شمېر هېوادونو د فوټبال لیګونو سره د قراردادونو خبرې روانې شوې. ۲۰۱۷ اواخرو کې یې یوې نجلۍ سره مینه پیدا شوه. نجلۍ مشهوره موډله وه.


نوم یې فرناندا کیروش و. شتمنه وه. ګابریل ورسره ۲۰۱۸ کې نامزادي وکړه. د څو میاشتو تېرولو وروسته یې ګابریل له دې کبله خوشې کړ چې شتمن نه و، د فوټبال په نړۍ یې لا د بخت ستوری نه و هسک شوی. ګابریل مایوسه نه شو؛ ضد یې ونیو چې دی به یو وخت د همدې فوټبال له برکته باید ډېره شتمني ترلاسه کړي. پرله پسې خوارۍ او سختې یې وګاللې، بالاخره د یې انګلستان د فوټبال لیګ یو مهم کلب ته لاره وموندله. منچستر سیټي لوبډلې واخېست. پریمانه پیسې يې ترلاسه کړي، اوس د ارسنال په نامه کلب سره دا وروستی قرارداد یې ۲۰۲۲ نه تر ۲۰۲۷ میلادي پورې لاسلیک کړی دی، پوهیږئ په ۴۵ میلونه پونډه یې پیرلی دی. اصلي خبره او کیسه هیره نه شي


« دې عکسونو کې د ګابریل ژسوس دا سټایل وګورئ چې غوږ ته د ټیلفون د اوکی کولو، یا زنګ وهلو په توګه ګوتې وړي، دا یې سټایل دی. یو خبریال ګابریل وپوښت، تاسې چې ګول ووهئ، غوږ ته د موبایل وړلو غوندې سټایل کوي، یعنې ګوتې په داسې توګه نیسئ، ولې؟ ګابریل وخندل، پسې زیاته یې کړه، زه می پخوانۍ کوژدنې ته زنګ وهم، ورته وریادوم یېې یاد دې شي؛ زه دې د فقر او بې وزلۍ په خاطر


پریښودم او رانه لاړې». هدف دا چې ژوند حتمي بدلیږي، ټول عمر انسان په یو حالت نه پاتیږي. نه ټول عمر غربت او بې وزلي وي، نه هم ټول عمر شتمني او خاني. پیسې، شتمني، زده کړې او نور موارد نباید له انسان اصلي رشتې هیرې کړي. د شتمنۍ نشه نباید له انسان حیوان جوړ کړي چې خپله لاره ونیسي او نور هرڅه شاته وغورځوي. پیسې د لاس ښېری دی؛ نن به

Leave a Comment