تازه مېوه پر موږ د طبیعت یوه لویه پېرزوینه ده؛ خو زیاتره کسان په هغه ډول مېوه نه خوري، چې باید وخوړل شي. په ناسمه بڼه مېوه خوړل نه یوازې دا چې ګټه درته نه رسوي، بلکې ځینې زیانونه هم در رسوي، لکه د پوستکي یا جلدي ستونزې، هاضمي ستونزې، حساسیت، د وېښتو سپینېدل او وتل.
نن سبا هر انسان پر دې پوهېږي چې مېوه ګټوره ده؛ خو د دې مانا دا نه ده چې هره مېوه دې هر کله هر څومره زړه وغواړي، ویې خورئ. په دې لیکنه کې (۶) هغو تېروتنو باندې غږېږو چې خلک یې د تازه مېوې خوړلو پر مهال کوي. پای کې به پر دې هم وغږېږو چې کومه مېوه، څومره او کله وخورئ.
١_ تر ډوډۍ وروسته مېوه خوړل: زموږ او ستاسې په ټولنه کې دا یو دود ګرځېدلی دی چې تر خوراک وروسته مېوه را اخلو؛ خو پر دې نه پوهېږو چې دا کار مو هاضمي سیستم ته څومره زیان رسوي. لامل یې دا دی چې تازه مېوه ژر هضمېږي خو نور خواړه یو څه ډير وخت اخلي تر څو هضم شي. کله چې ډوډۍ وخورئ او سمدستي ورپسې مېوه وخورئ، د مېوې هضم ګډوډېږي، په معده کې له خوړو سره یو ځای کېږي او ستونزې زېږوي. تاسو به له زیاترو کسانو اوریدلي وي چې وایي فلانۍ مېوه چې وخورم، نس مې خرابېږي. ستونزه په مېوه کې نه وي، بلکې ستونزه په ناسم وخت او ناسمه بڼه د مېوې خوړلو کې وي.
٢_ تازه مېوه میده کول او بیا یې څه موده پس خوړل: زیاتره کسان مېوه میده کوي (غوڅوي) او بیا یې ځان سره چکر ته وړي، هلته یې خوري. یا په کور کې هم زیاتره کسان مېوه تیاره میده کړي، په یخچال کې یې کېږدي او بیا څه موده پس یې خوري چې دا سم عادت نه دی. مېوه چې غوڅه کړئ او ځنډ پکې راشي، ګټه او ارزښت یې کمېږي. هر کله چې مو مېوه سپینه یا میده کړه، شل دقیقو کې یې باید وخورئ. که سپینه یا میده شوې مېوه ځنډنۍ شي، د ګټې پرځای روغتیا ته زیان رسوي. که چکر ته تللئ یا بل ځای ته مو مېوه وړله، ښه دا ده چې روغه مېوه له ځان سره یوسئ او همالته یې میده یا سپینه کړئ.
٣_ د خپلې سیمې یا هېواد مېوه نه خوړل: زیاتره کسان دا تېروتنه کوي چې د خپلې سیمې او هېواد مېوې ته په کمه سترګه ګوري او هغو مېوو ته ډېر ارزښت ورکوي چې له بهرنیو هېوادنو څخه واردې شوي وي. هغه مېوې چې له بهرنیو هېوادونو څخه راوړل کېږي، زیاتره یې خامې شکول کېږي او بیا یې د درملو په واسطه پخوي. کله کله خو بهرنۍ مېوې په میاشتو میاشتو کانتینرونو کې بندې پاتې وي او په ځنډ رارسېږي.
٤_ تل د مېوو اوبه څښل: د مېوو اوبه څښل ښه دي؛ خو همداسې خوړل یې خورا ښه دي. په جوسر کې د مېوو اوبه وېستل ښه دي؛ خو جوسر چې له میوې اوبه باسي، لږه تودوخه تولیدوي او همدا تودوخه د میوې ویټامینونه او نور ګټور توکي زیانمنوي. کله کله که د مېوو جوس وڅښل شي ښه خبره ده؛ خو دایمې یې مه څښئ. د جوس څښلو پر مهال هم باید دې خبرې ته پام وکړئ چې مېوه تازه ده او که نه. په زیاترو جوس فروشیو کې مېوې زړې او مړاوې وي، بله دا چې مېوه یې هم تیاره میده کړي وي او ډېر وخت پرې وتلی وي. داسې جوس څښل د ګټې پر ځای زیان در رسوي.
٥_ له شیدو سره مېوه خوړل: زیاتره کسان شپې ډوډۍ وخوري، بیا د شیدو چای وڅښي او بیا مېوه راواخلي، یا اول مېوه خوري او بیا د شیدو چای څښي. د شیدو او مېوو ترکیب ګټور نه دی. په ځانګړي ډول تروې مېوې، مالټه، کينو او داسې نور خو باید بېخي له شیدو سره ونه کارول شي. ځکه چې زیاتره مهال د شیدو او مېوې ترکیب حساسیت رامنځته کوي او زموږ پوستکي باندې ناوړه اغېز ښندي. یوازې ځينې مېوې له شیدو سره ګډې خوړلی شئ، لکه کېلې، آم، خورما او داسې نور؛ خو په دې شرط چې دا مېوې به بشپړې پخې وي.
٦_ د شپې مېوه خوړل: زیاتره په دې اند وي چې مېوه ګټور څیز دی، باید هر مهال کې وخوړل شي؛ خو دا سم اند (فکر) نه دی. د شپې لخوا د مېوې هضم سم نه ترسره کېږي او خوب مو هم ګډوډولی شي. هڅه وکړئ چې ماښام شپږو بجو څخه مخکې مېوه وخورئ.
– د مېوې خوړلو ښه وخت سهار په نهاره دی. همدارنګه د دوو خوراکونو ترمنځ یې هم خوړلی شئ؛ خو تر خوراک وروسته سمدلاسه مېوه مه خورئ چې مخکې مو یې په اړه خبرې کړي دي.
د میوې د خوړلو طریقه: ښه خو دا ده چې مېوه همداسې وخورو، یانې جوس یې ونه باسو. که بیا هم جوس څښئ؛ نو یو دمي یې مه څښئ، بلکې یو یو غړپ په کراره سره وڅښئ.