هغه پولې چې باید د ښځې او خاوند ترمنځ وټاکل شي
په مینه کې پولې نه ټاکل کیږي، خو کله چې همدا مینه په نکاح بدلیږي، اړتیا ده چې ځینې پولې وټاکل شي. د ځینې اصولو او لارښوونو وضع کول د جانبینو خوښي تضمینوي او له هغوی سره مرسته کوي چې له یو بل د جلا کیدو وخت وپيژني.
راځئ لومړی پوه شو چې په ګډ ژوند کې پولې ټاکل په څه معنی؟
پوله هغه کرښه ده چې ښځه او خاوند یې د خپلې اړیکي د ساتنې لپاره ټاکي، او د یو بل له استعمارولو او مهارولو مخنیوی کوي. د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې د تا او د تا د ښځې/خاوند د ملکیت او مسولیت له یو بل بیلوي.
د پولو ټاکل ولې اړین دي؟
د یوې سالمې او بریالۍ اړیکي لپاره اړینه ده چې د جوړې له خوشالولو وړاندې ته خپله خوشاله وې. که یو سړی خپله خوشاله نه وي هیڅکله بل تن نه شي خوشالولی.
دغه راز، د پولو ټاکل تاسې ته د خپلې جوړې په وړاندې د مسولیت احساس درکوي نه دا چې پړه یې په هغه/ هغې ورواچوې.
د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې خپل منځي ستونزي حل کړئ او خپلې جوړې ته زیان ونه رسوئ.
د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې په خپلو کړنو حاکم واوسئ څو د اړتیا په صورت کې وضعیت ته په خپله ګټه تغیر ورکړئ.
د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې د خپل ځان او خپلې جوړې د لومړیتوبونو تر منځ توازن وساتئ.
د هرې جوړې تر منځ د ژوند په اوږدو کې جنجالونه رامنځ ته کیږي، د ځینو ترمنخ سره د دې چې کومه ستونزه نه وي خو صمیمیت نه لیدل کیږي. یو شمېر نور بیا د یو بل لپاره قرباني هم ورکوي خو بیا هم خفه وي. ځینې مسولیت نه مني او ځینې بیا د خپلې جوړې سره خیانت کوي. ستونزې ممکن متفاوتې وي، خو درد، ابهام او مغشوشتیا توپیر نه کوي. د پولو ټاکل ورته ستونزې حلوي او په ګډ ژوند کې د لاندې دلایلو په اساس ډېر مهم رول لوبوي.
۱. تاسې ته ازادي درکوي: په ګډ ژوند کې خپلواکي تاسې سره مرسته کوي چې له یو بل سره مینه او درناوی ولرئ. واده تاسې ته د دې اجازه نه درکوي چې تاسې د خپلې جوړې ازادي محدوده کړئ. د تاسې جوړه باید دا اجازه ولري چې خپله خوښه په پام کې ونیسي، نه دا چې په تاسې پورې تړلې وي. یو بل ته اجازه ورکړئ چې خپله خوښه په پام کې ونیسئ او خپلې چارې مخې ته یوسئ. په دې برخه کې محدودیتونه یوازې د کرکې او تنفر سبب ګرځي.
وړاندې تر دې چې د خپلې جوړې لپاره پولې وټاکئ، د خپل ځان لپاره یې بدیل په ګوته کړئ.
۲. مصونیت: په خپل ځای د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي پوه شئ چې کله یې تحمل کړئ او کله یې رد کړئ. د بیلګې په توګه، که د تاسې جوړه تاسې په رواني لحاظ زیانمنوي، په دې صورت کې باید له ځانه ساتنه وکړئ او د زغملو پر ځای له ځانه دفاع وکړئ.
۳. مسولیت: د مسولیت منل په دې معنی چې څوک د څه شي قیمت پرې کوي؟ مسولیت منل د ابهام لپاره ځای نه پریږدي. په ګډ ژوند کې مسولیت ټول ابعاد په ځان کې رانغاړي، له چلند، خوښې، افکارو او انګیرنو نیولې بیا تر ارزښتونو او نورو. که په کومه برخه کې اصلاح ته اړتیا وي، پرته له دې چې جوړه مو اغیزمنه شي، تاسې به د هغې د بدلون توان ولرئ.
پولې ټاکل په ټولو هغو اړیکو کې اړیني دي چې مونږ یې له نورو سره لرو. پوښتنه دا ده، چې په ګډ ژوند کې د کومو پولو ټاکلو ته اړتیا ده؟
هغه پولې چې د هرې جوړې لپاره یې ټاکل اړین دي
ځینې پولې داسې دي چې باید ولیدل شي او ځینې بیا یوازې احساسیږي. ځینې پرته له دې چې بحث پرې شوی وي په ناڅاپي ډول مخې ته راځي، خو په ځینو باید بحث وروسته پرېکړه وشي. راڅئ په ځینو رواني او فزیکي پولو چې په ګډ ژوند کې باید ټاکل شوي وي دلته بحث وکړو.
په ګډ ژوند کې رواني پولې
۱. مینه: مینه د ګډ ژوند اساس دی. په یاد ولرئ چې د تاسې واده یو تعهد و چې تاسې به خپلې جوړې سره په روغتیا، ناروغۍ، خوشالۍ او خفګان هر ډول حات کې مینه لرئ. تاسې باید هغې ته متعهد واوسئ. له خپلې جوړې سره تل مینه ولرئ که څه هم سخته وي او هغه د تاسې سره هغه ډول چلند نه کوي چې تاسې یې غواړئ. دا د تاسې بې قیده او شرطه مینه ښیي. خو دا په دې معنی نه ده چې تاسې د خپلې جوړې بد چلند هم وزغمئ. تاسې باید پوه شئ چې کوم ځای کرښه راکاږئ.
۲. رښتینولي: رښتینولي په یوه اړیکه کې دوه اړخیز باور او درناوي سره مرسته کوي. فریب کېدلی شي چې د منفي احساساتو، عدم امنیت، حسادت، بې باورئ او بې احترامۍ سبب شي.
۳. باور: باور ګډ ژوند له بیروني تاثیراتو ژغوري او د ښځې او خاوند په مینه باور تضمینوي.
۴. پر ځان حاکمیت: په بیلابیلو حالاتو کې په خپلو احساساتو او عکس العمل حاکمیت د سالم اړیکي کیلي ده. حل لاره پر ځان حاکمیت دی نه په خپلې جوړې کنترول. د بیلګې په توګه، که مو جوړه تاسې ته بدې ردې وایي، تاسې کولی شئ هغه/هغې ته ووایئ چې که ته ما سره خولې وهلو ته ادامه ورکړې زه درسره نور په دې موضوع بح