طب

هغه عادتونه چي حافظه کمزورې کوي

Can spinal cord injuries affect the brain 1 1 1024x576 1
Avatar photo
Written by Zwak News

فعاله حافظه لرل د هر انسان هیله وي.
حافظه د عمر له زیاتوالي او یا هم د پاملرني د نشتوالي له امله حتی په ځوانانو کي هم کمزورې کېږي چي دغه کمزوري، بیا یو جدي خنډ ګرځي. ځیني خلک بیا خپلي حافظې ته دومره پام کوي چي نور روغتیایي فعالیتونه ځني هېر سي.


اعصاب د حافظې مختلفي برخي لري چي ډېر خلک د اوږدمهاله حافظې له کمزورۍ څخه کړېږي. دلته مو له هغو عادتونو سره اشنا کوو چي ظاهراً عادي ښکاري، خو حافظه کمزورې کوي.
کم خوب کول: لږ خوب کول اعصاب کمزورې کوي چي له امله یې حافظه هم کمزورې کېږي. خوب د سینا پسې جوړېدنه او روغتیا ښه کوي چي د عصبي سیسټم مختلفو برخو ترمنځ اړیکي پیاوړې کوي. که عصبي سیسټم د لږ خوب په اساس اړیکي نیولو کي پاته راسي، بیا حافظې ته د واړه معلوماتو ساتل هم ډېر ګران وي.
له دې ستونزي څخه د خلاصون لپاره د شپې باید ۸ ساعته خوب وسي. که د شپې له خوا زیات خوب نه سئ کولای


بیا د ورځي له خوا کم وخت لپاره بیده سئ، چي اعصاب مو بېرته فعال سي. د ورځي له خوا که هر څومره خوب هم وسي د شپې خلا نه سي ډکولی.
تایرایډ ناروغي: تایرایډ ناروغي پر اعصابو مستقیم اغېز نه کوي، خو بیا هم دغه غده په غاړه کي ده. د حافظې ډېری ناروغۍ د تایرایډ ناروغیو له امله منځته راځي. د تایرایډ ناروغي له پام کولو سره هم اړیکه لري او د انسان د پام کولو وړتیا اغېزمنوي. تایرایډ ناروغي کله ناکله انسان په ډېرو نورو عصبي ناروغیو، لکه لېونتوب اخته کوي.
اندېښنه او خپګان: خپګان او اندېښنه په بدن کي د کورټیسول په نامه هورمون تولیدوي، چي د دوو عصبو په یو ځای کېدلو سره سایناپسېس زیانمنوي.



سایناپسېس د اعصابو اړیکو په ټینګولو کي ډېر مهم رول لوبوي، نو د هغوی نافعاله کېدل په انسان کي لنډمهاله او اوږدمهاله حافظه کمزورې کوي.
سګریټ یا ورته نور څیزونه څکول: لوګۍ لرونکي څیزونه څکول نه یوازي دا چي انسان په سرطان او الزایمر ناروغیو اخته کوي، بلکي


اعصابو ته د ویني جریان هم زیانمنوي. څېړنو ثابته کړې چي نسبت عام خلکو ته لوګي څکونکو کي حافظه ډېره چټکۍ سره کمزورۍ کېږي.
دغه مواد په بدن کي غیر ضروري پروټین تولیدوي، چي د اعصابو معلوماتو برخه کمزورې کوي.

Leave a Comment