جنسي لارښود

هغه سببونه چې انجونی له کوروالی څخه ډاروي

20220809 134628
Avatar photo
Written by Zwak News

داسې ډېر سببونه شتون لري چې له هغه کبله ښځې د ژوند له ګډې چارې څخه وېره پيدا کوي، په ځانګړي ډول که دا سببونه په کوچني والي کې رامنځته شوې وي بيا لرې کول زيات وخت نيسي.

دا کوم سببونه دي. لکه څنګه چې مو پورته يادونه وکړه يو ډول کړنې چې ددې سبب کېږي چې ښځې د ګډ ژوند له ګډې چارې وډارې شي د کوچني والي په دوره کې رامنځته کېږي او ځینې بيا وروسته په پاخه عمر کې.

ځینې مېرمنې داسې وي چې له دې څخه سخته وېره لري چې ددوی کپړۍ یا جامې دې ورڅخه لرې شي، يو ډول حساسيت لري، له همدې کبله هڅه کوي که د خاوند سره دا چاره ترسره کوي په ډېره تیاره کې یې ترسره کړي.

ډېرې بيا وېره لري که ددې چارې کولو ته ليوالتيا وښيي نو مېړه به یې دا فکر وکړي چې مېرمن يې څومره شو ق ي ښځه ده، څومره ډېر دا ډول حواس لري، نو له همدې کبله دوی د خپل عزت په هکله وېره لري او ډېر ځان شاته

اچوي.
داسې ښځې هم شته دي چې د لمس کولو سره حساسيت لري، په عام ژوند کې هم د لاس وروړل نشي زغملی، دا ډول کسان ځینې وخت په کوچني والي کې د ډېرې بدې پېښې ښکار شوي وي او يا هم همداسې بل څه يې ليدلي وي.
بعضې مېرمنې بيا په خپل ځان باور نلري، دوی فکر کوي چې ښه ځان نلري او کېدی سي خپل خاوند یې ددوی ځان يا بدن خوښ نکړي له همدې کبله د يو ځای چارې څخه وېره لري.

Leave a Comment