) هغه خبري چي پيغلو نجونو ته بايد ونه شي !
پيغلي نجوني چى کله تيروتنه کوي او تاسى ورته واياست چى سبا به دي واده وي ته به هلته هم دغسى کوي ؟ يا به د خاوند کور کي هم دغسى نازونه او نخري کوي … دوي په شدت خفه کيږي .
هغه انجوني چى لا يي واده ندي کړي او عمر يي د 25 کلونو پورته دي ، دوى ممکن له خپل ژوند راضى وي ، پدي اساس کله چى هغه وينۍ مه ورته واياست چى بخت به دي خلاص شي ، د خوبونو شهزاده به دي راشي .
ځکه دوي په دغسي خبرو مايوسه کيږي او ممکن په رواني ناروغيو هم اخته شي .
هغه پيغلي چى عمرونه يي زيات شوي دا خبره هم مه ورته کوي ؛ چى تاسو لا هم وخت لري بخت به مو خلاص شي ، تاسو چى کله ورته واياست لا هم وخت لري دوى فکر کوي چى ډير زيات وخت پري تير شوي دى ، په دغسى خبرو نه يواځي دا چى دوي ته ډاډ نشي ورکولي ؛ بلکي لا نور يي هم ځوروي .
تشويش مکوه زه هم د واده مخکي ستا غوندي وم : دا هم هغه خبره ده چى بل چاته يي ګټه نه رسيږي ، د هر چا خيالونه ، فکرونه ، او غوښتني بيلي وي ، دغسى خبرى که کومي پيغلي ته کوي هغوى د خفګان پرته بل هيڅ ګټه نلري .