خبرونه

نیویارک پوسټ: له افغانستان وتل د امریکا لپاره تلپاتې شرم دی

BackgroundEraser 20220814 090544883
Avatar photo
Written by Zwak News

له افغانستان د امریکا وتل ددغه هېواد لپاره تلپاتې شرم دی. نیویارک پوسټ نشریه لیکي امریکايي حکومت د امریکایي وګړو میلیاردونه ډالر مالیې په افغانستان کې ولګول چې دغه

هېواد جوړ کړي، ولسواک نظام پکې رامنځته کړي او د نشه يي توکو پر ضد مبارزه وکړي. سرچینه کاږي د امریکا دغه هېڅ هدف هم پوره نه شو، خو دوی له افغانستان ووتل چې دا به د

واشنګټن لپاره یو تلپاتې شرم وي او هېڅ وخت به یې په اړه په وضاحت ورکولو بریالي نه شي. سرچینه همدا راز کاږي چې د امریکا

ولسمشر جوبایډن په تېر یوه کال کې په ځلونو د افغانستان په اړه دروغ ویلي دي او لا هم د ځان د بریالي ښوودلو په موخه هڅه کوي له افغانستان د وتلو مسئله وړه وښيي.

Leave a Comment