خبرونه

نیشنل انټرسټ: امریکایي جنرالان یې نه مني، خو دوی مات شوي دي

BackgroundEraser 20220823 082530229
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکايي جنرالان په افغانستان کې خپله ماتې نه مني. نیشنل انټرسټ نشریې په یوه مقاله کې لیکلي دي چې ډېری امریکايي جنرالانو په وروستیو کې د افغانستان په اړه مرکې کړې دي او خپله ماتې نه مني. سرچینه وايي دوی د امریکا د ماتې پړه په افغانستان کې پر خپلو متحدینو او فساد اچوي خو حقیقت دا دی چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

د مطلب لیکوال وایي امریکا په افغانستان کې شل کاله حضور درلود خو کارنده تګلارې او بنسټیزې پروژې یې نه لرلې له همدې امله یې په افغانستان کې ماتې وخوړه او ددې پړه پر امریکايي سیاستوالو او جنرالانو ده.

سرچینه لیکي امریکايي جنرالان که هر څه په احساساتي کیسو او بیانیو ځان د افغان جګړې له ملامتیا خلاص کړي، خو حقیقت دا دی چې دوی کمکاره و او په نړیواله کچه یې د امریکا باور ته زیان رسولی دی.

Leave a Comment