نکریزې یوازې لاسونه نه سره کوي؛ روغتیایي گټو په اړه یې دلته ولولئ خبر ياست چې د نکريزو پاڼې کټ مت د سناء پاڼو په څېر وي ، وچې او ميده کړې پاڼې (نکريزي) ښځې او نجونې په اوبو کې لمدوي او پر لاسونو يې دښکلا او رنګولو لپاره ږدي خو مخکې تر دې چې د نکريزو له طبي لحاظه په درمليزو ګټو وغږېږو، لومړی به دا ووايو چې نکريزي د خاصيت له پلوه د نورو شيانو خلاف يخې او ګرمې دواړه دي. خو څرنګه چې ګرم خاصيت زيات لري، مګر د يخ
خاصيت اغېزې يې له بل هغه لومړی را څرګندېږي نو له همدې امله طبيبانو وچې او يخې ګڼلې دي. که څه هم نکريزي مدربول (متيازې روانوونکي) دي، وينه هم پاکوي، دردونه له مېنځه وړي په ځا نګړي ډول هغه دردونه چې د ګرمۍ له امله راولاړ شوي وي. پردې سربېره لاسونو او پښو سوی چې پرې کېښودل شي له مېنځه وړي. که د ګرمۍ له امله په ځانګړي ډول د ژېړي پر مهال دسر ماغزه خورار کوۍ نو بايد په ګرمو اوبو کې نکريزي وا غږل شې او
دشپې له مخې د ويدېدو پرمهال پر سر داسې کېښودل شې چې بيا يې تود وتړي او د شپې ځان هم ور سره ګرم وساتل شې. که د شپې ددغو نکريزو له امله بدن هر څومره خولې شي نو بايد چې سر بر سېره نه کړل شي. سهار چې له خوبه پاڅئ د خدای په فضل به مو د ماغزو غر هار ورک او له مېنځه تللی وي. هغه کسان چې ژېړی يې وي بايد « د اغزکي» يا «خمازورې» چې ځينې خلک ورته «خپانګه» هم وايي په اوبو کې لږ څه نکريزي ګډې او څو ورځې وڅښې، نو له د غه بد مرغه ناروغۍ څخه به دتل لپاره خلاص شې. په همدې ترتیب نکريزي د ډېرو پوستي ناروغيو لکه د جذام او خارښت لپاره پر زړه پورې ګټې او معجزانه اغېزې ښند لای شي. خو په ډاګه شوې چې نکريزي له خپلو بې شمېره ګټو سره ، سره دمرۍ(حلق) او سږيو لپاره زيانمنې دي.