تعلیم

نړیوال شنونکي: راشد خان به د ورستي کال نړیوال جام خطرناک لوبغاړی وي

Rashid Khan will be the best player
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

نن له پنځه کلونو وروسته په عمان کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالۍ پیلېږي. د یاد ټورنمنټ لومړۍ لوبه به د عمان او پاپو نیوګینا ترمنځ د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه نیمې بجې او دویمه هغه به بیا د بنګله دېش او سکاټلنډ ترمنځ په شپږ نیمو بجو پیل شي.

د کرکټ نړیوال شنونکي وایي ښایي دا جام هندوستان او یا هم ویس انډیز لوبډله وګټي خو دا هم وایي چې افغانستان به تر نیمه پایلوبې ورسېږي. د شنونکو په خبره، افغان راشد خان به د دغه نړیوال جام تر ټولو خطرناک ورو توپ اچوونکی وي او د دوی په خبره، هغه به تباهي جوړه کړي. د کرکټ ګڼ لوبغاړي هم پر همدې باور دي او دوی هم وایي چې د ورو توپ اچوونکو له ډلې یې راشد خان د خوښې لوبغاړی دی.

Leave a Comment