افغانستان خبرونه

نړیوال بازار کې د تیلو بیې ټيټې خو افغانستان کې په خپل حال دي

تیل 1 1024x576 1 1024x570 1
Written by Zwak News

په نړیوال بازار کې د تیلو بیې ۳۰ سلنه ټیټې شوې خو افغانستان کې لا هم پر خپل ځای دي او هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی.

د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په نړیوالو بازارونو کې د یو بیلر تیلو بیه د ۱۲۰ ډالرو څخه ۹۰ ډالرو ته راښکته شوې ده. د سوداګرۍ خونۍ مسوولین زیاتوي، چې د اوسني نرخ په اساس باید په اففانستان کې د یوه لیټر تیلو بیه ۶۰ افغانۍ وي.

 خلک له چارواکو څخه د تیلو د بیو د کنټرول په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېلو د نرخونو په اړه د خلکو تر شکایتونو وروسته د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت وویل چې  د تېلو د نرخونو په لوړولو او د بحراني حالت په رامنځته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري.

سرچینې زیاته کړې، معاونیت د نرخونو د راټیټولو په اړه له ټولو ممکنو لارو کار اخلي او هغه اشخاص تعقیبوي څوک چې د دې عمل مرتکب کيږي.

Leave a Comment