لیکنې

نوې څېړنه: ښځې یو راز له ۳۴ ساعتونو ډېر نه شي ساتلی

Teens 1024x683 1
Avatar photo
Written by Zwak News

يوه نوې انگرېزي نظرپوښتنه ښيي،چې مېرمنې د خپل خاوند، نورو همزولو او خپلوانو راز حد اکثر تر ٣٤ ساعتونو پورې ساتلى شي، او له دې

ساعتونو وروسته نوره پکې خبره نه تکيه کېږي او اړه کېږي چې بل کس ته يې ووايي.نو له دې سره به هغه خلک چې لا له وړاندې يې دعوى کولې چې ښځې راز نشي ساتلاى خوشاله وي .نو له دې سره به هغه خلک چې لا له وړاندې يې دعوى کولې

چې ښځې راز نشي ساتلاى خوشاله وي د نظر پوښتنې ډلې د انگلستان په ځنځيري کافي  خونو گرځېدلې دي او په دې نظر پوښتنه کې يې د راز په اړه له ٤٠٠٠ مېرمنو څخه څېړنې کړې دي.په دې نظرپوښتنه کې جوته شوې ده، حتى هغه ښځې چې تاسې ته لوړه هم وکړي چې راز به مو چا ته نه وايي، خو له يو څو ساعتونو وروسته مو هغه قول هېروي او راز مو افشا کوي.البته هېره دې نه وي چې د کولتوري


ارزښتونو په نظر کې نيولو سره  دا څېړنې په لوېديځو هېوادونو کې شوې او دا سل په سله په افغانستان او سيمه کې د تائيد او يو ډول والي وړ نه دي.د څېړنو له مخې هره مېرمن په منځني ډول په هرو يو څلوېښت دقيقو کې يوه شايعه خپروي.زياتره هغه  رازونه چې دوى يې پاش کوي، په دې ډول دي:(د کار په اړه ٥٧ سلنه) ، ( د دوستانو د غوسې په اړه ٥٥ سلنه) د دوستانود خصوصي ژوند په اړه( ٥٤ سلنه) او د همکارانو په اړه ٥٠ سلنه

دي.د يوې بلې پخوانۍ څېړنې پايلې چې په ٢٠٠٩ زېږدي کال کې په ٣٠٠٠ مېرمنوچې عمرونه يې د ١٨ او ٦٥ کلني تر منځ وې  تر سره شوې وې، هغه وخت د ښځو د راز نه ويلو موده حد اکثر ٤٧ ساعته وه.دا څېړنې ښيي چې د تېر يوه کال په بهير کې د ښځو رازداري ١٣ سلنه کموالى کړى دى..

Leave a Comment