برتانیوي عسکرو د وژ.ل شوي خر پر سر زر پونډه هلمندیانو ته ورکړي
یوې برتانیوۍ خېریه مؤسسې په افغانستان کې د هغه قربانیانو په اړه پلټنه کړي، چې پدغه هېواد کې د انګلستاني عسکرو لخوا وژ.ل شويدي.
په یاده پلټنه کې دا موندل شوي چې د برتانیا عسکرو، ددوی په لاس د بې ګناه افغانانو له و.ژ.نې وروسته د هغوی کورنیو ته د عرامت په ډول څومره پیسې ورکړل شوي.
یادې پلټنې ښودلې چې برتانیا تر ۲۰۱۴ م کال پورې د افغانستان په هلمند ولایت کې د خپل ماموریت په دوران کې تر ۲۹۰ عام افغانان و.ژ.لي دي.
راپور زیاتوي چې د یادو قربانیانو کورنیو ته د برتانیا پوڅ له لوري یو ملیون پونډ ورکړل شوي چې په اوسط ډول د هر قرباني پر سر څه د پاسه دوه زره پونډه حساب شوي.
دغه راز د برتانیایي عسکرو د عملیاتو په نتیجه کې د هلمند ځایي خلکو د ویجاړو شویو کورونو قیمت هم ورکړل شوی.
د یادې پلټنې ترتیب شوي راپور کې راغلي چې د هلمند ولایت د یو عام وګړي په کور د عملیاتو وروسته د برتانیا عسکرو له لوري د هغوی څلور خرونه هم وژل شوي و او وروسته یې د هر خر قیمت زر پونډه ورکړی.
خو د راپور په یوه بله برخه کې بیا ویل شوي چې برتانیاوي پوځیانو د یوې کورنۍ د قرباني شوي نفر پر سر یوازې ۱۰۴ پونډه ورکړي چې دا تر ټولو ټیټه د عرامت اندازه ښودل شوي.