د سپتمبر 3 (ځواک نیوز) – د رویټرز خبري اژانس راپور له مخې د اسلامي امارت اړوندو دریو سرچينو د جمعې په ورځ تايد کړي ده چې په افغانستان کې به دطالبانو نوي حکومت مشر ملابرادر وي.
سرچینې وايي، ملا محمد یعقوب، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی او شیر محمد عباس ستانکزی به په حکومت کې لوړ پوړي پوستونه واخلي.
فرانس ۲۴ رسنۍ خبر ورکړی دی چې طا لبان به نن له جمعې لمانځه وروسته د خپل نوي حکومت جوړښت اعلان کړي. له دې وړاندې طا لب لوړپوړي عباس ستانکزي ویلي چې د دوه ورځو دننه به نوی حکومت اعلان شي چې ټول – شموله او نړيوالو ته به د منلو وړ وي. رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چې نن جمعه به د نوي حکومت اعلان وشي او کنه.