نریندرا مودي؛ نړیوال دې د افغانستان له اوسني وضعیت نه، ناوړه ګټه نه اخلي.
نریندرا مودي د هندوستان لومړۍ وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان او د نړۍ هغو لاس وهونکو هیوادونو ته په اشارې ویلي دي، د افغانستان د پخواني حکومت تر ړ نګ کیدو وروسته د افغانستان د کورنیو او بهرانیو چارو زیات واګې د پاکستان ځینو لوړ پوړو چارواکو د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د بهرانیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اخیستي دي، مودي زیاته کړي ده، چې د پاکستان او ځینو نورو هغو هیوادونو ته چې د افغانستان له اوسني وضعیت ناسمه ګټه اخلي دا یوه سمه پرېکړه نه ده ، او د نړیوالو قوانینو ماتیدل دي.
مودي چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې وینا کوله زیاته کړي ده، د نړۍ هیڅ هیواد باید د افغانستان له اوسني ناسم حالات ناسمه استفاده ونکړي . هغه د نړۍ هیوادونو ته په اشاره ویلي، په د وروستیو کې چې په افغانستان کې ډیر لوی سیاسي بدلونونه راغلي دي، ځینې ګاونډي هیوادونه چې زیاته اشاره یي پاکستان ته وه هڅه کوي تر څو د افغانستان له اوسني حالات غلطه استفاده وکړي او د افغانانو حقوق تر پښو لاندې کړي.
د هند لومړي وزیر ویلي، موږ او امریکا په ګډه د ا.ا.ا حکومت او د پاکستان اوسنۍ کړنې له نږدې څارو او ژر به پرېکړې وکړو ، نریندرا مودي ویلي ځینې ګاونډیان په اوس وخت کې غواړي د افغانستان خاوره د نړۍ او ځینو مشخصو هیوادونو پر ضد وکاروي ، او غواړي د نړۍ هیوادونو ته ستونزې جوړې کړي، خو په وینا يي دوی د اسټرالیا، امریکا،جاپان، په ګډون هر څه له نږدې څاري.
او هیچا ته به اجازه ورنکړي تر څو د افغانستان له اوسني بحراني حالات ناسمه ګټه واخلي او د نړۍ په ضد د افغانستان خاوره وکاریږي.