نریندرا مودي؛ له امریکا سره ا.ا.ا او پاکستان دواړه څارو، په افغانستان کې د ټولو ناخوالو مسوول پاکستان دی.
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د هغو خبرو په غبرګون چې نړیوالو باندې يي د کنګل شویو پیسو د خلاصون غږ کړی وو، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، د افغانستان د پخواني حکومت تر ړ نګ کیدو وروسته موږ هره شیبه ا.ا.ا څارو، خو په وینا يي په افغانستان کې تر نن ورځې د ټولو ناخوالو مسوول او کړنلارۍ پاکستان دی. نریندرا مودي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ا.ا.ا تراوسه یو څه اندازه د پخوا په پرتله ښه روان دي خو په خبره يي هند د امریکا د متحده هیوادونو سره یو ځای ا.ا.ا او په خاصه توګه پاکستان په ګډه څاري.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، چې تیره ورځ يي د ملګرو ملتونو کلنۍ اسامبلې ته وینا کوله زیاته کړي ده، د پاکستان پر څارلو یي د امریکا له اوسني ولسمشر جو بایډن سره جدي بحث کړی دی او د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه يي دا ډاډ هم اخیستی دی، چې ګني په سیمه کې به یي د مخ پټو ډلو پر وړاندې یو ځای مبارزه کول وي. همدا شان مودي بایډن ته ځینې هغه استخباراتي رازونه هم افشاء کړي دي چې هند ترې اندیښنه لري، چې بایډن ددې قضیو د جدي تعقیب ډاډ ورکړی دی.
مودي چې د استرالیا او جاپان ولسمشران هم موجود وو په خپلو خبرو کې ویلي، پاکستان هر وخت د امریکا ملګرو هیوادونو پر وړاندې له خپلې دوه مخي پالیسۍ کار اخیستی دی نړیوال او په بیلا توګه امریکا باید د پاکستان ددغو کړنو په مقابل کې جدي اقدام وکړي.
د یادولو وړ ده، چې ورځ وړاندې هم ځینو امریکایي لوړ پوړو چارواکو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته ویلي، چې باید امریکا د پاکستان د وروستیو کړنو په مقابل کې یو اقدام وکړي او پرې نه ږدي تر څو پاکستان په راتلونکي کې ددې جوګه شي.