تېره ورځ د پخواني حکومت يوه جنرال په حامدکرزي باندې تور پورې کړ چې د اشرف غني له تېښتې وروسته نوموړي
غوښتل چې په ارګ واکمن شي او ځان ولسمشر اعلان کړي خو ما یې مخه ونیوله.تازه په دې بحث کې رحمت الله
نبیل هم په یو ډول ځان دخيل کړ، نبيل د خپل رسمي ټويټر له حساب څخه ليکلي دي چې حقيقتونه ترخه دي مګر بايد بيان شي ترڅو راتلونکی نسل پرته له هر ډول انګېزې په مستقيم ډول له
حقايقو خبر شي.نوموړي ويلي دي چې په ۲۰۱۴ م کال کې کله چې حامد کرزي چوکۍ پرېښوده او اشرف غني د ټاکنو له لارې بريالی اعلان شو حامد کرزي د پردې تر شاه د اشرف غني ملاتړ و، که حامد کرزي نه وی غوښتي په هیڅ صورت به اشرف غني نه وي ولسمشر شوی.
رحمت الله نبیل ويلي چې په دې اړوند به دی وروستيو نور دقیق معلومات او شواهد هم وړاندې کړي ترڅو ملت په حقيقت پوه شي.