خبرونه

م.م د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو ته ۲۳۰۰ کورونه

BackgroundEraser 20220823 114306813
Avatar photo
Written by Zwak News

م.م د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو ته ۲۳۰۰ کورونه جوړوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې ځپلو کورنیو لپاره ۲۳۰۰ کورونه جوړوي. یاد بنسټ په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یادو کورنو څخه ۲۰۰۰ یې د پکتیکا ولایت په ګیلان او برمل او ۳۰۰

نور د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې جوړیږي. په اعلامیه کې ویل شوي دغه کورونه چې ۱۴ میلیون امریکايي ډالر لګښت پرې راځي د ملګرو ملتونو لخوا ورکول کیږي. یاد بنسټ ویلي چې دوی په برمل کې د یادو کورنو جوړولو عملي چارو پیلېدو لپاره

د ساحې پاکول پيل کړي او سیمې ته ساختماني هم انتقالیږي. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان معلومات ښيي چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۰۳۶ کسان وژل شوي او ۶۰۸۳ کسان نور ټپیان شوي او ګڼ کورونه هم نړېدلي دي.

Leave a Comment