روغتیا

مېرمني له ولادت څخه مخکي باید څه وکړي

20220806 110205
Avatar photo
Written by Zwak News

مېرمني له ولادت څخه مخکي باید څه وکړي؟ (۱) /ډاکټر نادیه
هغه مېرمني چي حاملې وي هغوی باید تر زېږون پوري څلور ځله ډاکټر او یا هم قابلې سره وویني. لومړۍ کتنه: د دریو میاشتو او یا هم دوولسو اوونیو په جریان کي باید مور ډاکټر ته مراجعه وکړي او دا څرګنده کړي چي کوچنی لري او که د یوې ناروغۍ له کبله ئې میاشتنۍ ناروغي ځنډېدلې ده. بله مهمه خبره دا ده چي د لومړۍ میندوارۍ پر مهال باید ډېر احتیاط وسي، ځکه چي دا وخت له ناروغیو، امراضو او وایروسونو څخه ځان ساتل اړین دي. د لومړۍ میندوارۍ پر مهال مېرمنو ته

درمل نه ورکول کېږي، که چېري کوم اختلاط شتون درلود بیا نو د درملو اړتیا ده. دوهمه کتنه: تر پنځمي میاشتي او یا هم شلمي اوونۍ وروسته میندواره بیا ځلي کتل کېږي او دا ځل ئې د جنین وده هم کتل کېږي.

همدا راز که چېري ټېټانوس واکسین ئې نه وي پوره کړی هغه هم له همدې ځایه ورته پیل کېږي. په دې موده کي مور ته د غذايي رژیم په اړه هم مشورې ورکول کېږي او کېدای سي مینداوري ته قابله/ ډاکټر نوري لاري چاري هم وروښيي. درېیمه کتنه: له ۲۶مي اوونۍ وروسته میندواره باید بیا ځلي ډاکټر او یا هم قابلې ته مراجعه وکړي او دا ځل د ټېټانوس واکسین د دوهم ډوز وخت هم وي او همدا راز دې وخت کي اکلمسیا/ پري اکلمسیا (په نس کي د کوچني چپه او راسته) په اړه هم معلومات کېږي.

دې وخت کي د میندواري وینه کتل کېږي او ځيني نوري لاري چاري هم ورته ښول کېږي. څلورمه کتنه: د ۳۴ او ۳۸ اوونیو په منځ کي میندواره باید بیا ځلي له ډاکټر او یا هم قابلې سره وګوري. دا هغه وخت دی چي باید د زېږون دقیقه نېټه څرګنده کړل سي، د کوچني حالت وکتل سي او له مور سره نوري روغتیايي لاري چاري شریکي کړل سي. دا نو هغه مهال دی چي مور د زېږون شپې او ورځي شمېري او دې ته په تمه وي چي کله به د اولاد د زېږون زېری پر وسي. یوه بله مهمه خبره دا ده، تاسو چي کوم روغتیايي مرکز ته نژدې یاست هلته ځان

راجسټر کړئ څو هغوی تاسي له ځان سره ثبت کړي. هغوی به تاسو ته یو کوچنی کارډ درکړي او پر هغه باندي ځيني یاداښتونه لیکل کېږي او دا چاره ستاسو سره د ښه زېږون همکاري کوي. که چېري روغتیايي مرکز در نژدې نه وي نو تاسو کولای سئ چي له یوې قابلې سره اړیکه وساتئ، ځکه چي دا چاره ستاسو د ښه او سالم زېږون تضمین کوي.

Leave a Comment