خبرونه

مکینزي: احتمال شته چې امریکايي پوځیان یوځل بیا افغانستان ته واستول شي

mckenzie gty er 201222 1608683045982 hpMain 16x9 992
Avatar photo
Written by Zwak News

د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ يا سينټکام پخواني مشر جنرال کېنټ مکينزي ويلي د دې احتمال شته چې امريکايي پوځيان يو ځل بيا افغانستان ته ولاړ شي. رسنيو د مکنزي له قوله ويلي چې هغه تېر کال ولسمشر بايډن

ته ويلي وو چې که امريکايي پوځيان له افغانستانه وباسي نو د افغانستان اسلامي جمهوريت به نسکور شي. سرچینې ويلي، د ا.ا د چارواکو له ژمنو سره سره ښايي افغانستان د نړيوالو په ځاله بدل شي او دا هغه څه دي چې د امريکا له ملي ګټو سره بشپړ

تضاد لري او د مخنيوي لپاره يې ښايي امريکايي پوځيان بيا افغانستان ته واستول شي. د امريکايي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ا.ا چارواکو په ځلونو له خپلې خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی دی.

Leave a Comment