نړیوال خبرونه

مکرون: ښې ورځې تېرې شوې سختو ته په تمه شئ

12493071
Avatar photo
Written by Zwak News

فرانسه وایي ښې ورځې یې تېرې شوې او سختې ورځې پر لاره دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون فرانسوي وګړو ته په خطاب ویلي

چې د سختو میاشتو او ورځو تیاری ولري. دده په وینا په اروپا او په تېره بیا په فرانسه کې د سختو ورځو راتګ پيل شوی دی او ښې ورځې ښايي همدومره وې. نړیوالې رسنۍ وایي د مکرون له خبرو ښکاري چې ښایي د اوکراین جګړه شدیده شي او په اروپايي هېوادونو کې ژوند سخت

کړي. ددې تر څنګ راپورونه وایي چې ښايي اروپايي هېوادونه په اوکراین کې د جګ-ړې له امله له سخت ژمي او د خوړو له کمښت سره مخ شي.

Leave a Comment