سیمه ایز خبرونه

مولانا فضل الرحمن عمران خان ته؛ ډیر ژر به د اشرف غني په برخلیک اخته شې

FB IMG 1643878774559 2
Avatar photo
Written by Zwak News

مولانا فضل الرحمن عمران خان ته؛ ډیر ژر به د اشرف غني په برخلیک اخته شې

د پاکستان د جمعیت علما اسلامي ګوند مشر ملا فضل الرحمن په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان باندې سختې نیوکې کړي، او عمران خان یي د یاد هیواد یو بې صلاحیته لومړۍ وزیر ګڼلۍ دی.

مولانا فضل الرحمن چې یوې ولسي غونډې ته یي وینا کوله زیاته کړي دۀ، د لومړي وزیر عمران خان حکومت مشروعیت او رسمي توب نلري او ټول حکومت او حکومتي چارې یي بې تدبیره او بې صلاحیته دي.

همدا راز فضل الرحمن د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو پوځیانو او افغان پوله ساتو تر منځ شخړې ته په اشارې وویل، دولتونه ممکن د سرحداتو په اړه بیلابیل نظریات ولري

خو دا هر څه د خبرو کولو او او مذاکراتو له لارې حل کیږي.
یاده د وي، چې تر دې وړاندې هم مولانا فضل الرحمن پر لومړي وزیر سختې نیوکې کړې وې او زیاته کړي یي وه، چې که حالات همدا شان

دوام ومومي ممکن د پاکستان اوسنۍ بې صلاحیته حکومت ن/سکور شي.

Leave a Comment