د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، پاکستان د پښتنو سيمو کې د جګ-ړې په رامنځته کولو سره غواړي سوداګري وکړي.
پښتين په په لاهور کې د (ډيجيټل دور کې د سويلي اسيا ډيموکراتيک کول) تر عنوان لاندې کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل، چې پاکستان د افغانانو د وژ:لو لپاره له امريکا ۳۳ ميليارده ډالر اخيستي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په وینا، پاکستان موږ په دې تورنوي چې له ادارو پيسې اخلو، خو دوی خپله د افغانانو د وينې بهولو په موخه له امريکا پيسې اخلي.
نوموړي زياته کړې، په پاکستان کې يوازې يو سياست پرمختګ کوي او هغه دا دی چې د جنرالانو په خبره باور وکړئ. د هغه په وينا، که د حق خبره دې وکړې، بيا هم غدار يې او هم غلام.