کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان وايي، افغانستان کې یې د پاکستان د سفیر په توګه دنده پای ته رسېدلې ده.
هغه نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د خدای پامانۍ لپاره د بهرنیو چارو وزیر امیر”خان مت’قي ته ورغلی و او هلته دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
منصوراحمد خان د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر ټاکل شوی و. هغه د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هم خپلې دندې ته دوام ورکړ او وخت ناوخت به یې د فعالیت پر څرنګوالي بحثونه او نیوکې هم کېدې.