خبرونه نړۍ

ملګرو ملتونو امنیت شورا؛ پر ا.ا.ا د سفر لګول شوي بندیزونه لرې کړل

Avatar photo
Written by Zwak News

ملګرو ملتونو امنیت شورا؛ پر ا.ا.ا د سفر لګول شوي بندیزونه لرې کړل.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ا.ا.ا پر مشرانو د سفر لګیدلي بندیزونه لرې کړل. وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتونو نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو کلنۍ اسامبلې غونډه وه، د غونډې زیاته برخه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه هیله کیده پر ا.ا.ا لګیدلي بندیزونه او زیات هغه څه وو چې د افغانستان د اوسني حکومت پورې يي تړاو درلود.

یاده د وي چې د ا.ا.ا پر ۱۴ مشرانو د سفر بندیزونه لګیدلي وو، چې تیره ورځ یاد بندیزونه پای ته ورسیده او د امریکا په غوښتنه د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ا.ا.ا پر مشرانو د سفر بندیزونه د دريو میاشتو لپاره لرې کړل شول ، یاده د وي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بیړنۍ ناسته هم جوړه کړي وه، چې پکې زیات هغه څه چې پرې ټینګار کیده د ښځو خقوق او د نجونو ښوونځي ته تګ وو.

د یادولو وړ ده ، چې د ا.ا.ا په یادو ۱۴ غړو کې د مرستیال ريیس الوزرا ملا عبدالغني برادر، سیاسي معین عباس ستانکزی، د بهرانیو چارو سرپرست امیرخان متقی، بل مرستیال رییس الوزرا سلام حنفي، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست خیر الله خیرخواه ، او نور الله نوري سربېره د ځینو نورو ا.ا.ا مشرانو نومونه شامل دي.

Leave a Comment