ملګرو ملتونو د ا.ا.ا رسمیت پیژندلو لپاره یو اساسي شرط وړاندې کړ.
د ملګرو ملتونو په کلنۍ اسامبلې کې هغه څه چې زیات د بحث وړ وو، او په افغانستان او د افغانستان په اوسني حکومت ا.ا.ا باندې یي مسقیتم اغیز لره، او د ملګرو ملتونو متحده هیوادونو پرې توافق هم لاسلیک کړ، په افغانستان کې د ښځو حقوقو ته توجو او د نجونو ښووڼځي پرانیستل وو.
ملګري ملتونه وايي، د نجونو ښونځي پرانیسل به د ا.ا.ا د حکومت د ژر پیژندلو مهم او اساسي شرط وي.د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد په خپلو تازه خبرو کې ویلي ، ملګري ملتونه په افغانستان کې د نجونو د تعیلم او د بشري حقونو سخت ملاتړ کوي، او په وینا يي ا.ا.ا د افغانستان اوسنۍ حکومت باید داغه برخو کې جدي توجو وکړي، که غواړي نړیوال يی ژر په رسمیت وپيژني.
نوموړې همدا راز ویلي، د نجونو تعلیم او ورسره د بشري مرستو کړل د ملګرو ملتونو یو اساسي شرط دی د ا.ا.ا حکومت پیژندلو لپاره او باید د ا.ا.ا ټول مشران د ملګرو ملتونو داغه خبرې جدي واخلي او په پام کې يي ونیسي.
د یادولو وړ ده، چې دې ملګرو ملتونو ددغه خبرداري سره یو ځای په ځینو اروپايي هیوادونو کې د افغان نجونو په ملاتړ لاریونونه شوي دي او د افغان نجونو، د بشري حقونو ملاتړ پکې اعلان شوی دی.
بلطرف ا.ا.ا وايي پر یو داسې طرحه کار روان دی چې له مخې به يي ښځینه زده کوونکې خپلو درسونو ته ستنې شي.