افغانستان خبرونه

ملګرو ملتونو د پخواني ولسمشر نوم، د ولسمشرانو له لېست نه لیرې، او سیاستوال ته واړوۀ

FB IMG 1645596082720 2
Avatar photo
Written by Zwak News

ملګرو ملتونو د پخواني ولسمشر نوم، د ولسمشرۍ نه لیرې، او سیاستوال ته واړوۀ.

ملګرو ملتونو یا (م.م) د نړۍ د ټولو دولتونو د ولسمشرانو د نومونو له لېسټ څخه د پخواني ولسمشر اشرف غني نوم لیرې،

او پر ځای ورته د یو نړیوال سیاستوال نوم ورکړل شوی دی.

د معلوماتو پر اساس، د پخواني ولسمشر میرمن رولا غني نوم (د افغانستان لومړۍ میرمن) نوم هم له یاد لېسټ څخه غورځول شوی دی.

ملګرو ملتونه وروسته له هغې، داغه اقدام کوي، چې په د وروستیو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سیاسي استازوالۍ مقام باندې نندارۍ روانې دي.


هیره د نه وي، چې د یاد لېسټ څخه د پخواني حکومت د بهرانیو چارو وزیر حنیف اتمر نوم لیرې شوی دی،

بل طرف پخوانۍ شارزدافیر نصیر احمد فایق لا هم په یاده څوکۍ پاتې او هلته کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې نوي حکومت ا.ا څه موده وړاندې ملګرو ملتونو ته خپل استازی معرفي کړ،

خو د ملګرو ملتونو او ځینې نورو سازمانونو یاد استازی ونه مانه او د پخواني حکومت ستازی یي پر خپل ځای پرېښود.