ملا یعقوب خپلو ا.ا.ا ځواکونو ته؛ په خپلسرو کړنو، زموږ نوم مۀ بدناموئ،عمومي عفوه اعلان ده.
د ا.ا.ا د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب په خپلو تازه څرګندونو کې خپلو ټولو ا.ا.ا ځواکونو ته امر کړی دی، چې په ټول افغانستان کې عمومي عفوه اعلان شوي ده او د ا.ا.ا هيڅ سرتیری نشي کولای تر څو په خپلسري توګه د ا.ا.ا له نوم غلطه استفاده وکړي او زموږ نوم بدنام کړي ، یعقوب زیاته کړي چې زه د ا.ا.ا پر ټولو سرحدي او مرکزي سرتېرو باندې غږ کوم تر څو دوی هیچاته زیان ونه رسوي او څوک په تکلیف نکړي،همدا شان دې اعلان شوې عفوه جدي ونیسي کنه په عمل کې به ددوی سره جدي چلند وشي.
د ا.ا.ا د دفاع وزارت سرپرست دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د هیواد له زیاتره ولایتونو راپورونه ورکول کیږي، چې ګني د ا.ا.ا په نوم ځینې سرتیري ددوی سره په لویو لارو او عامو بازارونو کې بد چلند کوي او دوی ته زیان رسوي. یعقوب زیاته کړي چې په اوس وخت کې د ځینو هغو کسانو د و / ژ ل کیدو خبر ورکړل شوی دی چې په تیر حکومت کې يي کار کړی دی، خو په وینا یي دا کار هیڅ د ا.ا.ا په کړنلاره کې شتون نلري، او په وینا يي ځینې روزل شوي کسان د ا.ا.ا له نوم په استفادې دا ډول کړنې ترسره کوي او عام ولس ته ښايي چې ګویا
دا کار د ا.ا.ا سرتيرو ترسره کړی دی.ملا یعقوب ویلي، د ا.ا.ا پر ټولو ولایتي سر مشرانو، سرتيرو او قومندانانو باندې غږ کوم، تر څو د هیچا سر او مال ته زیان ونه رسوي او ددوی خوندیتوب ته فکر وکړي، له خلکو سره ښه چلند وکړي او هیڅکله د داسې کړنې نه ترسره کوي کومې چې د خلکو د ځوریدنې سبب کیږي.
هغه همدا راز ټینګار کړی دی، چې په دولتي لیکو کې تصفیه روانه ده او ژر به غیر ا.ا.ا اشخاص ددوی له لیکو وویستل شي.