. برادر د یو ویډیو پیغام له لارې، خپل د مرګ اوازې رد کړې
ا.ا.ا د ریس الوزرا لومړۍ مرستیال ملا برادر وروسته له هغې چې د پاکستان د څارګرې ادارې (ايي آېس ايي ) مشر کابل ته راغئ، د هغې شپه راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې د ا.ا.ا د لومړۍ مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حقا ني شبکې مشر تر منځ د واک پر سر خپلمنځي نښته شوي، چې پکې لومړي برادر خپل ژوند بایلودی
داغه موضوع وروسته له هغې زیات زور واخیست، کله چې د قطر د بهرانیو چارو وزیر ته کابل ته راغی، خو د غونډې په جریان کې د ا.ا.ا ټول مشران موجود وو،یوازی د برادر څرک نه لیدل کیده، یاده د وي چې برادر تر د غونډې وروسته د یوه غږیز پیغام له لارې خلکو ته ډاډ ورکړ،چې ګواکې هغه کندهار ته په سفر تللی دی او روغ جوړ دی
د یادولو وړ ده،چې الجزیره مشهور نړیوال تلویزون د برادر د مرګ خبرونه او همداشان خپلمنځي نښته هم تاید کړي وه، خو ملا برادر په خپله تازه ویډیو مرکه کې د خپلو ټولو خبرو په اړه معلومات ورکړل، او له رسنیو او خلکو یي غوښتنه وکړه څو هیڅکله دا ډول د دروغو خبرونه نشر نکړي
هغه د خپلو خبرو پر جریان ولس ته ډاډ ورکړ، چې ګواکې هغه د حالاتو د کنټرول لپاره په سفرونو بوخت دی، او ممکن ډير ژر کابل ته راشي. یاده د وي چې ملا برادر غني، د نړۍ مشهوره مجلې ټایمز د ۲۰۲۱ کال د سلو اغیز لرونکو کسانو په نوملړ کې شامل کړی دی