خبرونه سیاست سیمه ایز خبرونه

ملا برادر؛ ګاونډیان دې د افغانستان په کورنیو چارو کې، مداخله نکوي

Avatar photo
Written by Zwak News

ملا برادر؛ ګاونډیان دې د افغانستان په کورنیو چارو کې، مداخله نکوي

د افغانستان د نوي حکومت د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا برادر په خپلو تازه څرګندونو کې ګاونډیو او ځینو مشخصو هیوادونو ته په اشاره ویلي دي، چې ګني نړیوال او په خاصه توګه د افغانستان ګاونډ ته پراته هیوادونه دې هيڅکله د افغانستان له روان وضعیت نه ناسمه ګټه نه اخلي او د افغانستان په کورنیو چارو کې دې له لاس وهنې جداً ډډه وکړي .

ملا برادر، چې د الجزیره تلویزون سره يي په خپله تازه مرکه کې خبرې کولې ویلي دي، تاجکستان په اوس وخت کې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده او ښکاره مداخله شروع کړي ده او د افغانستان له روان بحراني وضعیت ناسمه ګټه اخلي، چې داغه ډول کړنې تاجکستان هیواد ته له سخت عکس العمل سره مخامخ کیدلی شي .

د ا.ا.ا د رييس الوزرا لومړۍ مرستیال ملا غني برادر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې تیره ورځ د تاجکستان ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وو، چې ګني په اوس وخت کې د افغانستان پر ۴۶ فیصده خاوره تاجکان ژوند کوي او ددوی حقوق باید تر پښو لاندې نکړل شي.

برادر له ټولو ګاونډیو او د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو څخه غوښتنه کړي، چې هیڅکله دې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې هڅه نکوي چې دا به د ګاونډیو او نورو نړیوالو هیوادونو لپاره ښې پایلې ونلري.

Leave a Comment