سیمه ایز خبرونه

معید یوسف المان مونیخ ته؛ امریکا د دریو نفرو پر سر، ټول افغانستان ته سزا ورکوي

FB IMG 1645452518618 2
Avatar photo
Written by Zwak News

معید یوسف المان مونیخ ته؛ امریکا د دریو نفرو پر سر، ټول افغانستان ته سزا ورکوي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په خپلو تازه څرګندونو کې چې د آلمان مونیخ ناستې پر جریان یي کړي ویلي دي، امریکا دې د یو څو نفرو سزا ټول افغانستان ته نه ورکوي، یوسف زیاته کړي ده، لویدیځه نړۍ په خاص ډول امریکا

باید د افغانستان حالاتو ته یو داسې تګلوري ولټوي، چې د بشري ناورین مخنیوی شوئ وي.

دوه اونۍ وړاندې امریکا د افغانستان نیمایي شتمني د سپتمبر د یوولسمې پېښې قر با نیانو ته د ورکړې فرمان لاسلیک کړ،

چې د بایډن داغه پرېکړه د ګڼ شمیر غبرګونونو سره مخ شوۀ.

د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار په وینا، پاکستان په هر حالات کې د افغانستات له خلکو سره مرستې ته تیار دی، او د هيڅ ډول کومک او لاسنیوي به درېغ ونکړي.

د یادولو وړ ده، چې معید یوسف تیره اونۍ د رويټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي وو،

چې د افغانستان اوسنۍ حکومت ا.ا به ډیر ژر په رسمیت وپيژندل شي، خو په خبره یي ا.ا باید په خپله خاوره کې م/خ پ/ټو ته اجازه ورنکړي.


Leave a Comment