سیاست نړۍ

مریم نواز عمران خان ته؛ ژړا او فریاد د بې ګټې دی، د واکه تېر شه او ګډې باروۀ

FB IMG 1643042224659
Avatar photo
Written by Zwak News

عمران خان یو ځل بیا خپلو مخالفینو ته خبرداری ورکړی دی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې مخالف ګوندونه یې له رامنځ ته شوي وضعیت دده پر ضد استفاده کوي او هڅه کوي دی له واک لرې کړي.

عمران خان زیاته کړې، چې په پاکستان کې ګراني رامنځ ته شوې، دی یې د حل په لټه کې دی، خو ګوندونه دې د خلکو له احساساتو ناسمه ګټه نه اخلي. عمران خان خبرداری ورکړی چې که له واک لرې شي نو بیا به د مخالفو ګوندونو پر وړاندې سخت خنډونه جوړ کړي.

هغه زیاتوي اوس بوخت دی، خو که له واک ځي او سړکونو ته راوځي نو سخت مزاحمتونه به جوړ کړي. بلخوا د عمران خان د مخالف ګوند غړې مریم نواز بیا د هغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ژړا او انګولا په درد نه خوري، هسې واک پرېږده او کډه باروه.

Leave a Comment